د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ننګرهار کې لمریزه برېښنا ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

چارواکي وايي، د دې پروژې په تطبیق سره به د کانال ادارې د فارم هډې سیمې د ځمکو حاصلاتو کې دوه چنده زیاتوالی راشي.
چارواکي وايي، د دې پروژې په تطبیق سره به د کانال ادارې د فارم هډې سیمې د ځمکو حاصلاتو کې دوه چنده زیاتوالی راشي.

د اسیايي پراختيايي بانک په مرسته د ننګرهار کانال اړوند د ۱۴۳ ميلیونو افغانيو په لګښت لمریزه برېښنا ګټې اخیستنې وسپارل شوه.

د ننګرهار چارواکي وايي چې دا لمریزه برېښنا به يو اعشاریه دوه ميګاواټه برېښنا به تولیدوي چې پينځو واټر پمپونو په ذریعه به شل زره جریبه ځمکه خړوبه کړي. د لمریزې برېښنا د دې پروژې پرانیسته د فېبروي پر ۱۰مه وشوه.

په مراسمو کې د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل وویل: "د اسیایي پراختیا بانک د نېږدې ۱۴۳ میلیونه افغانیو په مالي لګښت د شاوخوا یو کال په موده کې د ننګرهار کانال لپاره د فارم هډې په سیمه کې د ۳۶۱۶ سولري تختو په نصبولو سره د یو اعشاریه دوه ميګاواټه برېښنا په تولید سره به شل زره جریبه ځمکې خړوبه شي. زه له اسیایي پراختيايي بانګ څخه مننه کوم خو هیله مند یم چې د ننګرهار په نورو هغو ولسواليو کې چې د اوبو له کمښت سره مخ دي او زیاتې للمي ځمکې لري، ورته پروژې په کې عملي کړي."

چارواکي وايي، پخوا به يې څلور زره هکتاره ځمکې څخه یوازې ۱۶ سوه هکتاره ځمکه خړوبېدله خو تر دې وروسته به ټولې ځمکې ته اوبه ورسېږي، سرسبزي به رامنځته شي، زراعتي محصولات به زیات شي او ډېرو ځوانانو ته به په کې د کار کولو زمینه برابره شي.

د لمریزې برېښنا د پرانیستې په دې مراسمو کې د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د طبعي سرچينو مرستیال حشمت الله غفوري هم برخه لرله.

نوموړي وویل: "د دې پروژې په تطبیق سره به د کانال ادارې د فارم هډې سیمې د ځمکو حاصلاتو کې دوه چنده زیاتوالی راشي او ۲۰۰۰ کسان به په مستقیم او شاوخوا ۸۶۰۰ کسان په غیر مستقیم ډول ترې ګټه واخلي."

د ننګرهارکانال (وادي کرنیز شرکت) رییس عبدالقهار حیدري وویل، د پخوا به يې څلور زره هکتاره ځمکې څخه یوازې ۱۶ سوه هکتاره ځمکه خړوبېدله خو تر دې وروسته به ټولې ځمکې ته اوبه ورسېږي، سرسبزي به رامنځته شي، زراعتي محصولات به زیات شي او ډېرو ځوانانو ته به په کې د کار کولو زمینه برابره شي.

د کانال رييس له خلکو څخه هیله وکړه چې د پروژې په ساتنه کې ورسره مرسته وکړي.

XS
SM
MD
LG