د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران وايي په ویانا کې به امریکا سره خبرې ونکړي 


د ايران د بهرنيو چارو مرستيال وزير عباس عراقچي د اپرېل پر څلورمه هغه راپورونه رد کړل چې تهران او واشنګټن به غير مستقيمې خبرې وکړي.
د ايران د بهرنيو چارو مرستيال وزير عباس عراقچي د اپرېل پر څلورمه هغه راپورونه رد کړل چې تهران او واشنګټن به غير مستقيمې خبرې وکړي.

ایران وايي، په راتلونکې اوونۍ کې په ویانا کې د ۲۰۱۵ز کال اټومې تړون د بحالۍ په اړه پلان شويو خبرو اترو کې به له امريکا سره خبرې نه کوي.

د ايران د بهرنيو چارو مرستيال وزير عباس عراقچي د اپرېل پر څلورمه هغه راپورونه رد کړل چې تهران او واشنګټن به غير مستقيمې خبرې وکړي.

نوموړي وويل دوي به په ویانا کې له امريکا سره مستقیمې یا غیر مستقیمې خبرې ونه کړي.

د ایران د پلاوي مشر عراقچي وويل چې د تهران تګلاره څرګنده او ساده ده. د ده په وینا، امريکا باید په اټومې موافقې ورګده شي او ورسره سم پر ایران بندیزونه لرې کړي.

د بريتانيا، چین، فرانسې، جرمني، روسیې او د ایران سفارتکاران به د اپرېل پر شپږمه د اروپايي اتحادیې په ملاتړ په خبرو اترو کې برخه واخلي.

شپږ هېوادونو په دې موافقې کې پاتې دي، چې ايران بايد اټومې بنديزونه عملي کړي او د دې په بدل کې به د امريکا او نړيوال بنديزونه لرې کړل شي.

د امريکا پخوانی ولسمشر ډونلد ټرمپ په ۲۰۱۸ز کال کې په يو اړخيزه توګه له اټومي موافقې ووت، او پر تهران يې اقتصادي بندیزونه ولګول.

ایران د دې په غبرګون کې د تړون څخه په ورو ورو خپلې ژمنې کمې کړې.

د امريکا ولسمشر جوبایډن د تړون د بیا رغونې اشاره ورکړې خو د هغه اداره وايي ایران باید لومړی خپلو اټومي ژمنو ته ستون شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG