د لاسرسي ځای

تازه خبر

خېبر پښتونخوا: د کورونا مخنیوي لپاره سفري بندیزونه ولګول شول


په دې بندیز کې شخصي موټرونه او د بي ار ټي چټک بسونه نه دي شامل.

د خېبر پښتونخوا حکومت د کورونا وايرس خپرېدو د مخنیوي په خاطر په صوبه کې د بېلابېلو ښارونو ترمنځ د سپرلیو پر بسونو او نورو مساپر وړونکو ګاډو بندېز لګولی دی.

د ټرانسپورټ ادارې د اپرېل پر درېیمه نېټه ویلي چې دا بندیز به د دوو ورځو یعني د خالي او اتوار (شنبه او يکشنبه) ورځو لپاره وي. په دې بندیز کې شخصي موټرونه او د بي ار ټي چټک بسونه نه دي شامل.

یاده اداره وايي، وار له مخې یې د ټرانسپورټوانو له مشرانو سره خبرې کړې دي او د هغوی باور یې هم تر لاسه کړی دی.

د خیبر پښتونخوا د حکومت د روغتیا ادارې د کورونا څانګې ویاند ډاکټر اکرام الله خان د اپرېل پر درېیمه مشال راډیو ته وویل، کله چې پر ښاري بسونو او مساپر وړونکو ګاډو بندېز وي نو خلک به په کم شمېر کې له کوره بهر ووځي، نو ظاهره ده کورونا به هم کمه خپرېږي. نوموړی وايي، حکومت ته نور بندیزونه هم لګول پکار دي خو دا چې نه یې لګوي وجه یې دا ده چې د خلکو د مشکلاتو احساس دی ورته.

خو د خیبر پښتونخوا د ټرانسپورټرانو د اتحادیې مشر خان زمان اپریدي د اپرېل پر درېیمه مشال راډیو ته وویل، وار له مخې هغوی د پخوانیو بندیزونو له وجې ډېر زیات زیانونه ګاللی دي او دا نوي بندیزونه به هغوی له مالي پلوه لا نور هم خراب کړي.

نوموړی وايي، که په بسونو کې یو نه بل ته د کورونا د لګېدو وېره وي نو بیا حکومت ولې د بي ار ټي بسونه نه بندوي؟ دی وايي، له حکومت سره پر دې خبره یوه خوله دي چې په مساپر وړونکو ګاډو کې به د کورونا نه د بچ کېدو پر حکومتي لارښوونو عمل کوي.

خان زمان اپریدی وايي، هغوی هره ورځ د بېلابېلو اډو، په لکونو روپۍ ټېکس حکومت ته سپاري نو چې بسونه تګ راتګ نه کوي، هغوی به دا پیسې له کومې پوره کوي؟

د خیبر پښتونخوا د ټرانسپورټ اداره وايي، دم ګړي ته په ضلعو کې دننه پر ګرځېدونکو مساپروړونکو ګاډو هېڅ ډول بندېز نشته خو خلکو ته پکار ده چې له کورونا څخه د ځان ژغورنې لپاره پر حفاظتي سپارښتنو باندې عمل وکړي.

په پاکستان کې د کورونا د څار ادارې نېشنل کمانډ اپرېشن سېنټر په غوښتنه حکومت د اپرېل تر ۱۰مې نېټې پورې په ټول ملک کې یو لړ بندیزونه لګولي چې پکې تعلیمي ادارې بندې دي، پر هوټلونو، شادي هالونو او نورو غونډو هم بندیزونه لګول شوي دي. په اوونۍ کې دوه ورځې د خالي او اتوار په ورځو بازارونه هم تړل شوي وي.

XS
SM
MD
LG