د لاسرسي ځای

تازه خبر

بایډن له بې وزله هېوادونو سره د واکسین پروګرام لپاره مرسته اعلان کړي


د امریکا ولسمشر جو بایډن
د امریکا ولسمشر جو بایډن

امریکايي چارواکي وايي، ولسمشر جو بایډن به نن(د فېبرورۍ پر ۱۹مه) په بېوزله هېوادونو کې د واکسینونو یو پروګرام لپاره څلور اربه ډالر اعلان کړي.

واشنګټن دا اعلان په دې تکل کوي چې نور هېوادونه هم د واکسینو پروګرام ته پیسو ورکولو ته وهڅوي. ټاکل شوې چې سپینه ماڼۍ دا اعلان د اووه پرمختللیو هېوادونو ټولنې (جي – اووه) په انلاین سرمشریزه کې وکړي.

یوه لوړپوړي چارواکي ویلي چې امریکا به د کوویکس په نوم د واکسینونو نړیوال پروګرام ته سمدستي دوه اربه ډالر ورکړي.

دا پروژه د ټولې نړۍ پر کچ د کوروناوایرس ناروغۍ د واکسینو د منصفانه لېږد د باوري کولو هڅه کوي. دې چارواکي ویلي، واشنګټن به د نورو هېوادونو له خوا د خپلو ژمنو پوره کولو په صورت کې پاتې دوه اربه ډالر د راتلونکو دوو کلونو په موده کې ورکړي.

کوویکس په هر هېواد کې د ۲۰ فیصده تر ټولو زیاتو زیانمنېدونکو خلکو لپاره د واکسینو پلورلو او وېشلو نړیواله پروژه ده.

دا پلان په داسې ډول جوړ شوی چې بېوزله هېوادونه هم د لسګونه شتمنو ملکونو په څېر خپل وګړي واکسین کړای شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG