د لاسرسي ځای

تازه خبر

که څوک د کووېډ-۱۹ وکړي بیا به هم ماسک کاروي؟


بریتانیا کې د کورونا وایرس تطبیق.
بریتانیا کې د کورونا وایرس تطبیق.

اسوشیېټېډ پرېس اژانس په یوه لیکنه کې ویلي چې د څو دلایلو له امله به خلک تر یوې مودې ماسک تړي او ټولنیز واټن ته به پام کوي.

د کورونا وایرس ناروغۍ واکسین دوه ځله کېږي. د فایزر او بایواېنټېک کمپنیو جوړ دویم واکسین درې اوونۍ وروسته تر لومړي یوه باید وشي او د ماډرنا کمپنۍ واکسین تر لومړۍ ستنې یا پیچکارۍ څلور اوونۍ وروسته بیا کېږي.

بل لوري ته د دغو واکسینونو اغېزناکي سمدستي نه معلومېږي.

د اسوشیېټېډ پرېس اژانس په وینا، خلک باید تر لومړي واکسین وروسته دوه اوونۍ احتیاط وکړي او له ناروغۍ ممکن یو مخ هغه وخت څوک وساتل شي چې د واکسین دویمه ستن ورته ولګول شي او تر دې هم یو یا دوه اوونۍ تېرې شي.

د کورونا وایرس د فایزر شرکت واکسین
د کورونا وایرس د فایزر شرکت واکسین

په واشنګټن پوهنتون کې د واکسین متخصصه ډېبرا فولر وایي، تر اوسه دا څرګنده نه ده چې د فایزر او ماډرنا کمپنیو واکسینونه یو مخ خلک له ناروغۍ ساتي که یې د ناروغۍ له علامو خوندي کوي. د دې مطلب دا دی چې واکسین شوي خلک ښایي بیا هم په کورونا اخته شي خو دا شمېره به خورا کمه وي.

نوموړې زیاتوي چې د واکسین ازموینه تازه پر ماشومانو پیل شوې ده او په دې برخه کې د څېړنو تر بشپړېدو به ماشومان نه واکسینېږي.

د کورونا وایرس د مودرنا شرکت واکسین
د کورونا وایرس د مودرنا شرکت واکسین

د امریکا د واکسین د پراختیا د هڅو د برخې مشر منسف سلاوي اټکل کوي چې په هغه هېواد کې ښایي د ۲۰۲۱ز مې میاشتې تر لومړیو د فایزر او ماډرنا کمپنیو د واکسین اغېزناکي ثابت شي.

د کووېډ-۱۹ واکسین که سر له ننه هم پيل شي سلګونه میلیونه انسانانو ته میاشتې میاشتې وخت په کار دی چې واکسین ورسېږي.

همدا لامل دی چې روغتیاپالان د ماسک کارول اړین بولي او وايي چې تر واکسینېدو وروسته به یې هم زیاتره خلک په مخ کوي.

د فېسبوک تبصرې

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG