د لاسرسي ځای

تازه خبر

پنجاب پوهنتون کې لسګونه بلوڅ او پښتانه زده کوونکي ګرفتار


د پاکستان په پنجاب پوهنتون کې د اسلامي جمیعت طلباء او د بلوڅ - پښتون کونسل د د زده کوونکیو ترمینځ له نښتې وروستو پولیسو نېږدېدوه سوه طالبعلمان نیولي دي، او په دوی کې يې ځنې د ترهګرۍ ضد عدالت ته هم وړاندې کړي دي.

د روانې میاشتیې په یوه ویشتمه نیټه د زده کوونکیو تر مینځ په نښتو کې اتلس طالبعلمان ټپیان شوي وو.

د پښتون بلوڅ کونسل مشران وايي ــ په نیول شویو کې ډیر د بلوچستان، قبایلي سیمو او خیبر پښتونخوا سره تړاو لري خو د اسلامي جمیعت طلباء پاکستان ناظم بیا ادعا کوي چې په نیول شویو کې اتیا د دوی د تنظیم غړي دي.

له مشال راډیو سره د خبرو په وخت د اسلامي جمیعت طلباء پاکستان ناظم سهیب کاکاخېل وویل دوی د نویو زده کوونکیو هرکلې لپاره یوه مېله جوړه کړې وه چې د پښتون بلوڅ کونسل غړیو پرې برید وکړ او تر هغه وروستو نښتې وشوې.

نوموړي د پوهنتون په تېره انتظامیه تور ولګولو چې د پوهنتون په انتظامیه کې داسې ځنې عناصر دي چې د خپلو ذاتي ګټو لپاره طالبعلمان له یو بل سره جنګوي.

خو د پښتون بلوڅ کونسل او فریډم سازمان غړي وايي ــ چې اسلامي جمیعت طلباء په پوهنتون کې خپله بادشاهي جوړه کړې ده او په زده کوونکیو په زور خپله خبره مني. د پښتون بلوڅ کونسل یو مشر سهېل خټک له مشال راډیو سره په خبرو کې زیاته کړه چې څوک د جمیعت خبره نه مني هغه د تشدد ښکارېږي.

عثمان کاکړ: په پنجاب پوهنتون کې پر پښتنو برید ریاستي ترهګرۍ ده

تر نښتو وروستو په پنجاب پوهنتون کې په لوی شمېر کې پولیس ګمارل شوی دی او د پوهنتون انتظامیې هوډ ښودلی چې په تشدد کې د ککړو کسانو پرضد به بې له څه تفریقه ګامونه پورته کوي.

کراچۍ: پنجاب پوهنتون کې پر پښتنو زده کوونکیو د برید ضد لاریون

'پولیس د لاهور تعلیمي ادارو کې پښتانه زدهکوونکي ځوروي'

د نهې په ورځ د پوهنتون وایس چانسلر ډاکټر ذکریا ذاکر په یوه بیان کې ویلي چې په نښتو کې ککړ اووه دېرش طالبعلمان يې په عارضي توګه له زده کړو لیرې کړي دي.

په دغه اړه د پنجاب حکومت د دریځ مالومولو لپاره مو د پنجاب د قانون د وزیر رانا ثناءالله او د پاکستان د کورنیو چارو ریاستي وزیر طلال چودري سره د تماس نیولو هڅه وکړه خو بریالي نه شو.

XS
SM
MD
LG