د لاسرسي ځای

تازه خبر

که بنديزونه ليرې شي نو ايران به ايټمي ژمنو پوره کولو ته وګرځي: خامنايي


ایت الله علي خامنايي پر حکومتي ټيليویژن په خپره شوې وینا کې ویلي چې د ايټمي تړون په اړه د ایران دریځ څرکند دی. عکس-ارشېف
ایت الله علي خامنايي پر حکومتي ټيليویژن په خپره شوې وینا کې ویلي چې د ايټمي تړون په اړه د ایران دریځ څرکند دی. عکس-ارشېف

د ایران ستر روحاني مشر ویلي ، که امریکا او اتحادیان يې غواړي چې ایران د ۲۰۱۵م کال ایټمي تړون ژمنو پوره کولو ته وګرځي، نو دوی به خامخا ټول بندیزونه ليرې کوي.

ایت الله علي خامنايي پر حکومتي ټيليویژن په خپره شوې وینا کې ویلي چې په دې اړه د ایران دریځ څرکند دی او بدل شوی نه دی.

ده زیاته کړه چې ایران به هغه تړون ته تر ستنېدو وړاندې د دې پخلی کوي چې امریکا ټول بندیزونه ليرېکړي دي که نه.؟

د امریکا ولسمشر جوبایډن دې تړون ته د بیا کتنې اشاره ورکړې ده خو د هغه اداره وايي چې ایران دې لومړی خپلو ایټمي زمه واریو ته ژمنتیا وښيې. ایران د امریکايي بندیزونو له کبله زیاتره ځنډولي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG