د لاسرسي ځای

تازه خبر

که امریکا اقتصادي بندیزونه لرې کړي، د ایټمي تړون پابندۍ لپاره ګامونه اخلو: ولسمشر روحاني


ولسشمر حسن روحاني د ایټمي تړون په نورو ګډونوالو برتانیې، فرانس او جرمني تنقید وکړ او ویې ویل چې د تړون لپاره خپلې کړې ژمنې نه عملي کوي.
ولسشمر حسن روحاني د ایټمي تړون په نورو ګډونوالو برتانیې، فرانس او جرمني تنقید وکړ او ویې ویل چې د تړون لپاره خپلې کړې ژمنې نه عملي کوي.

ایران ویلي، که امریکا ترې اقتصادي بندیزونه لرې کړي نو سمدستي به د ۲۰۱۵م کال د ایټمي تړون پابندۍ لپاره اقدامات وکړي.

ولسمشر حسن روحاني د مارچ پر اوومه وویل چې ایران له ایټمي تړون سره تړلو لازمي اقداماتو او ژمنو پوره کولو ته په سمدستي توګه تیار دی خو لومړی دې امریکا له تهرانه اقتصادي بندېزونه لیرې کړي او د دړکو او فشار تګلاره دې پرېږدي.

روحاني دا خبرې د ایټمي تړون په اړه د سفارتي هڅو او د ایرلینډ د بهرنیو چارو وزیر سایمن کوویني سره د لیدو پر مهال کړې دي.

ایر لینډ د ۲۰۱۵م کال په ایټمي تړون کې نه دې شامل خو دا ډبلېن د ایټمي تړون د عملي کېدو په برخه کې د منځګړي په توګه رول لري.

روحاني د ایټمي تړون په نورو ګډونوالو برتانیې، فرانس او جرمني تنقید وکړ او ویې ویل چې د تړون لپاره خپلې کړې ژمنې نه عملي کوي.

نوموړي دا هم وویل چې ایران یوازې د دې هر څه قیمت ادا کوي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن په تړون کې د بیا ورشاملېدو اشارې ورکړې دي خو نوموړي پر دې ټینګار کوي چې ایران دې لومړې د تړون ژمنې پوره کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG