د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سيند پوليسو علي وزير له کراچۍ اسلام اباد ته لېږلی


د سيند پوليس وايي، علي وزير يې د سېنېټ په ټاکنو کې د ګډون لپاره اسلام اباد ته لېږلی دی. عکس له ارشېفه
د سيند پوليس وايي، علي وزير يې د سېنېټ په ټاکنو کې د ګډون لپاره اسلام اباد ته لېږلی دی. عکس له ارشېفه

د کراچۍ پوليسو د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د جنوبي وزيرستان استازی علي وزير د سېنېټ په انتخاباتو کې د ګډون لپاره اسلام ته لېږلی دی.

علي وزیر د ډېسېمبر پر ۱۶مه نېټه پوليسو هغه مهال ونياوه چې کله نوموړي د پېښور ارمي پبلک سکول په ترهګر بريد کې د وژل شويو ماشومانو په تلينغونډه کې ګډون کاوه. هغه وروسته د پېښور چارواکيو د کراچۍ پوليسو ته وسپاره چې هم له هغه وخته راهیسې په زندان کې دی.

د کراچۍ جېل مشر حسن سهتو د مارچ پر لومړۍ نېټه ويلي چې علي وزير يې د مارچ پر دريېمه د سېنېټ په کېدونکيو ټاکنو کې د رايې ورکولو لپاره د سيند د کورونيو چارو څانګې په حکم اسلام اباد ته په الوتکه کې لېږلی دی.

هغه زياته کړه چې د پاکستان انتخاباتي کمېشن د سيند چيف سيکريټري ته ويلي ول چې علي وزير دې په ټاکنو کې د ګډون لپاره اسلام اباد ته ولېږي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د کراچۍ يو غړي محمد شېر مسيد د مارچ پر دويمه نېټه مشال راډيو ته وويل چې د علي وزير په ضمانت د خوشي کولو لپاره يې د ترهګرۍ ضد عدالت ته درخواست ورکړی دی چې د مارچ پر پنځمه به يې اورېدنه کېږي.

تر دې وړاندې د فبرورۍ پر ۱۹مه نېټه د ترهګرۍ ضد عدالت د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظورپشتين، محسن داوړ، ثنا اعجاز، ياسين، سيفيان او د نور غړو د نيولو ترڅنګ د دوی د شناختي کارټونو د بندولو امر کړی وو.

پوليس وايي چې پر علي وزير، محسن داوړ، منظور پښتين او نورو غړو پوليسو د ۲۰۲۰م کال ډېسېمبر پر شپږمه په سهراب ګوټ کې د جلسې پر مهال د کړيو ويناګانو پرضد مقدمه درج کړې وه.

په دې مقدمه کې پر دوی د رياست ضد د وينا کولو تور دی خو د پښتون ژغورنې غورځنګ دغه مشران تورونه ردوي او وايي چې د ايين په چوکاټ کې د بشري حقونو د درناوي لپاره مبارزه کوي.

د علي وزير د نيونې پرضد پي ټي اېم د پاکستان او نړۍ په کچه احتجاجونه کړي دي.

XS
SM
MD
LG