د لاسرسي ځای

تازه خبر

د برما په ینګون کې مظاهره چیانو ګرځبندیز مات کړ


دوی له هغو شاوخوا ۲۰۰ زده کوونکو سره د ملاتړ په توګه راوتلي ول چې د ښار په یوه ضلع کې امنیتي ځواکونو محاصره کړي دي.
دوی له هغو شاوخوا ۲۰۰ زده کوونکو سره د ملاتړ په توګه راوتلي ول چې د ښار په یوه ضلع کې امنیتي ځواکونو محاصره کړي دي.

د برما تر ټولو لوی ښار ینګون کې په لومړي ځل ګڼو کسانو د شپې د اتو بجو له اعلان شوي ګرځبندیز څخه په سرغړونې کولو سره تېره شپه په مظاهرو کې برخه واخيسته.

دوی له هغو شاوخوا ۲۰۰ زده کوونکو سره د ملاتړ په توګه راوتلي ول چې د ښار په یوه ضلع کې امنیتي ځواکونو محاصره کړي دي.

د برما پوځ د روان ۲۰۲۱ز کال د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه د انګ سان سوچي منتخب حکومت پر ضد کودتا وکړه او هغه يې له يوشمېر نورو سياستوالو په ګډون ونيول.

تر دې را وروسته هره ورځ په دې هېواد کې مظاهرې روانې دي. امنیتي ځواکونه د مظاهرچيانو پر ضد لاس په کار شوي او ګڼ کسان یې نیولي دي.

بلخوا د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د دفتر په وینا تر اوسه د دې مظاهرو په ترڅ کې تر ۵۰ زيات کسان وژل شوي دي.

سیمه ییزې رسنۍ د پرونۍ مظاهرو په ترڅ کې هم د دوو تنو د وژل کېدو خبر ورکوي.

د برما پوځ د روان بحران د پوښښ د مخنيوي په خاطر پر رسنيو يو لړ بنديزونه هم لګولي او تر دې دمه يې د پينځو ځايي رسنيو اجازتنامې ور منسوخه کړې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG