د لاسرسي ځای

تازه خبر

په برما کې د پوځي کودتا ضد څلور مظاهره کوونکي وژل شوي 


برما چې د میانمار په نامه هم پیژندل کېږي، د فبرورۍ له لومړۍ نيټي راهیسې د ګډوډۍ ښکار دی.
برما چې د میانمار په نامه هم پیژندل کېږي، د فبرورۍ له لومړۍ نيټي راهیسې د ګډوډۍ ښکار دی.

په برما کې پولیسو د فبرورۍ پر ۲۸مه د پوځي کودتا پرضد لاریون کوونکو ډزې وکړې چې پکې لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي او يو شمېر نور ژوبل دي.

پولیسو د ینګون په مرکزي ښار کې د ښوونکو احتجاج منتشرولو لپاره لاسي بمونو وکارول او هلته د يوې ښځې په اړه فکر کېږي چې د زړه دورې له وجې مړه شوې.

برما چې د میانمار په نامه هم پیژندل کېږي، د فبرورۍ له لومړۍ نيټي راهیسې د ګډوډۍ ښکار دی.

پر هغې ورځ پوځ واک ترلاسه کړ او د منتخبې مشرې انګ سان سوچي په ګډون د هغې د ګوند مشران يې ونيول.

پوځي چارواکو د تېر کال په نومبر کې په ټاکنو کې د درغلیو تورونه پوره کړي چې پکې د انګ سان سوچي ګوند پراخه بریا ترلاسه کړې وه.

پولیس د فبرورۍ پر ۲۸مه سهار وختي په يو شمېر ښارونو کې پر مظاهره کونکو د لاسي بمونو ، اوښکو بهونکی ګيس او هوايي ډزي کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG