د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورونا وبا: د پاکستان حکومت د بندیزو نرمولو اعلان کړی


پاکستاني چارواکي وايي، په دفترونو کې به د نیمايي پر ځای د ټولو کارکوونکو د حاضرۍ اجازه وي. ارشیف- انځور
پاکستاني چارواکي وايي، په دفترونو کې به د نیمايي پر ځای د ټولو کارکوونکو د حاضرۍ اجازه وي. ارشیف- انځور

د پاکستان حکومت د کووېډ-۱۹ پېښو کمېدو ته په کتو د محدودیتونو نرمولو اعلان کړی دی.

د کووېډ-۱۹ جهاني وبا کنټرول ملي ادارې د فبرورۍ پر ۲۴مه په غونډه کې پرېکړه وکړه چې د مارچ له نیمايي څخه به د واده په تالارونو، سینماګانو او مزارونو کې د خلکو پر ورغونډېدو بندیزونه ختم شي.

دې ادارې همداراز ویلي چې په دفترونو کې به د نیمايي پر ځای د ټولو کارکوونکو د حاضرۍ اجازه وي.

د کورونا وایرس وبا په اړه د خیبر پښتونخوا حکومتي ویاند ډاکتر اکرام الله خان نن(د فبرورۍ پر ۲۵مه) مشال راډیو ته وویل، په پاکستان کې د کووېډ-۱۹ واکسیني بهیر روان دی او د مارچ له اتمې څخه به ولسي وګړو ته د واکسینونو ورکول پیل شي.

دی وايي، په پاکستان کې د کورونا وایرس پېښې په کمېدو دي نو ځکه حکومت د محدودیتونو نرمولو پرېکړه کړې.

د ټولبند نرمول پاکستان کې کورونا وبا زیاتولی شي: ډاکټران
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:41 0:00

خو ده زیاته کړه چې خلک به د بندیزونو نرمېدو باوجود احتیاطي لارښوونې عملي کوي.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په پاکستان کې د کووېډ-۱۹ ۱،۳۶۱ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د کورونا وایرس وبا په اړه حکومتي ووبپاڼې د فبرورۍ پر ۲۵مه ویلي چې له دې سره په پاکستان کې د کووېډ-۱۹ ټولو ناروغانو شمېر ۵۷۵،۹۴۱ ته رسېدلی چې ورڅخه یې ۵۳۹،۸۸۸ کسان رغېدلي خو ۱۲،۷۷۲ ورڅخه مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG