د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ننګرهار کې د ترهګرۍ په تور ۱۹ کسان نيول شوي دي


د ترهګرۍ په کړنو تورن کسان خبريالانو ته وښودل شول
د ترهګرۍ په کړنو تورن کسان خبريالانو ته وښودل شول

د افغانستان د ننګرهار ولايت چارواکي وایي چې د جاسوسي ادارې (اين ډي ايس) ځواکونو ۱۹ تنه د هدفي وژنو، چاودنو او ځانمرګو بريدونو په تور نيولي دي.

د ننګرهار چارواکو نیول شوي کسان د مارچ په ۱۴ مه نېټه د اين ډي ایس يا ملي امنیت ریاست په انګړ کې د رسنوالو پر وړاندې ودرول او ادعا یې وکړي چې هغوی سره یې چاوديدونکي مواد هم نيولي دي.

په دې موقع د ننګرهار والي ضياالحق امرخېل وويل: ((په نيول شويو کسانو کې ۴ تنه د وسله والو طالبانو د ښاري شبکې غړي دي چې د مولوي حبیب الله چې په قاري خالد مشهور دی، اړوند کسان دی.))

امرخېل زیاتوي چې مولوي حبیب الله چې د قاري خالد په نوم یې فعاليت کاوه، څه موده وړاندې په دوحه کې د امریکې او طالب استازو تر منځ د سولې د تړون په رڼا کې له خوشي شوو ۵۰۰۰ طالبانو څخه دی چې بيا یې ترهګرۍ ته مخه کړې. هغه وويل خالد په جلال اباد ښار کې د مقناطيسي او سړک غاړې ماينونو ځای پر ځای کولو، هدفي وژنو او په نورو پېښو کې لاس لري.

والي زیاته کړه: (( ۷ کسان نور چې له يوه څخه يې يوه بې غږه تومانچه او له بل څخه ۱۷ کړۍ فشاري ماينونه، ۱۲ عدده د چاودېدونکو توکو پټاقۍ او يو فير د راکټ مرمۍ هم تر لاسه شوي.)) دا کسان له شینوارو ، بهسودو او سره رود ولسواليو او جلال اباد ښار کې نيول شوي دي.

طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دې ويلي.

د ننګرهار والي وويل، پینځه نورکسان چې يو ميل کلاشنکوف، څلور میله تومانچې او دوه برچې ورسره وې، په جلال اباد ښار، سره رود او بهسوو ولسواليو کې نیول شوي دي.

نوموړي دا هم وويل، په نيول شويو کسانو کې د داعش دوه غړي هم شامل دي چې يو يې د دغې ډلې د ځانمرګو بريدونو چمتو کوونکی دی چې د ځانمرګو بريدونو درې واسکټونه، يو کړۍ بوشکه يي ماين او نور توکي ترې هم تر لاسه شوي دي.

د ننګرهار والي که څه هم جلال اباد ښار کې د امنيتي حالت په اړه د خلکو اندېښنې پر ځای ګڼي خو زیاتوي چې امنيتي او کشفي ځواکونه په پوره مېړانه په جلال اباد ښار او ولسواليو کې د امنيت د ټينګښت لپاره کار کوي.

XS
SM
MD
LG