د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان له زمبابوې دوهمه ټيسټ لوبه وګټله


په دې لوبه کې کپتان، اصغر افغان ۱۶۴ او حشمت شاهدي ۲۰۰ منډې جوړې کړي.
په دې لوبه کې کپتان، اصغر افغان ۱۶۴ او حشمت شاهدي ۲۰۰ منډې جوړې کړي.

د افغانستان کرکټ لوبډلې په ابوظبۍ کې د زیمبابوې په وړاندې د دوهمې ټيسټ لوبې په ګټلو سره سیریز برابر کړ.

لومړۍ ټيسټه لوبه زيمبابوې ګټلې وه. دا د دوو لوبو سیریز وو.

د مارچ په ۱۴مه شوې دې لوبه کې افغانستان لومړی بېټينګ وکړ او په لومړۍ پاڼۍ کې يې د ۴ لوبغاړو په اوټ‌کېدو ۵۴۵ مڼدې جوړې کړي. حشمت الله تر ټولوې ډېرې ۲۰۰ او اصغر افغان ۱۶۵ منډې وکړي. دا لومړی ځل دی چې کوم افغان لوبغاړی په ټيسټ لوبه کې ۲۰۰ منډې جوړوي.

په ځواب کې یې د زمبابوې لوبډلې په لومړۍ پاڼۍ کې ۲۸۷ او په دوهمه پاڼۍ کې ۳۶۵ منډې وکړي. په دې توګه یې افغان لوبډلې ته د ۱۰۸ منډو هدف ورکړ چې هغوی د ۴ لوبغاړو په اوټ‌کېدو سره پوره کړ.

راشد خان ۱۱ ويکټې واخیستې البته د لوبې غوره لوبغاړی، حشمت الله وګڼل شو. د دوو مېچونو د دې سیریز غوره لوبغاړي جايزه د زيمبابوې کپتان شان ويليمز ته لاړه چې په دواړو سياليو کې یې سليزې وهلې وي.

د مارچ په ۱۷مه به په ابو ظبۍ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ‌شل اووریزه کرکټ‌ سیریز پېليږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG