د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان او هند د سیاست ښکار لوبه کرکټ


مانچسټر کې د هند او پاکستان ترمینځ کرکټ لوبه: ۲۰۱۹ز کال
مانچسټر کې د هند او پاکستان ترمینځ کرکټ لوبه: ۲۰۱۹ز کال

د نیمې وچې اوسنيو دوو هېوادونو پاکستان او هندوستان ته کرکټ له برتانوي هنده په میراث کې پاتې شوی دی.

له خپلواکۍراهیسې اوس دغه لوبه د دواړو هېوادونو د ډېری کلیو بانډو او د ښاري کوڅو د ورځني سپورټ مهمه برخه ګرځېدلې ده او مېنوال یې خپل جذبات تر ډېره په پوره شدت سره هله سړوي کله چې د دغه دوو دودیزو حریف هېوادونو هند او پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې سیالۍ ته مخامخې وي.

خو په ۲۰۰۸ز کال په ممبۍ کې له ترهګریزو بریدونو پس د دواړو هېوادونو ترمنځ کرکټ لوبه د بېلتون ښکار شوه. که څه هم دواړه لوبډلې په جهاني کرکټ لوبو کې برخه اخلي خو په خپلمنځۍ کچه یا د دواړو هېوادونو په لیګ لوبو، چې پکې د هند هغه انډین پرېمیېر لیګ دی او د پاکستان سوپر لیګ دی د یوه بل ملک لوبغاړي نه وربولي.

د پاکستان ملي کرکټ لوبډلې پخوانی کپتان جاوېد مياداد وايي،د پاکستان او هند ترمینځ خرابو اړيکو کرکټ ته سخت زیان رسولی دی.

مياداد د مارچ پر اوومه مشال راډیو ته وويل، پکار ده چې کرکټ د دواړو هېوادونو ترمینځ د سياست ښکار نه شي.

نوموړي دا څرکندوې په داسې حال کې کړې د پاکستان سوپر ليګ کرکټ چې پکې شپږ لوبډلې دي، هر کال په فېبرورۍ او مارچ کې ترسره کېږي خو پروسږ کال او سږ کال يې د کورونا وبا له کبله ځينې مېچونه پر خپل وخت و نه شول.

د ۲۰۲۱ ز کال ليګ چې د فېبرورۍ پر ۲۰مه پیل شو په ځينو لوبغاړو کې د کورونا ناروغۍ له کبله د مارچ پر څلورمه د نامعلوم وخت پورې وځنډېدو.

د پاکستان کرکټ بورډ وياند احسن افتخار د مارچ پر نهمه مشال راډیو ته وويل دا کلنی ليګ چې په ۲۰۱۶ز کال کې پیل شوی، سږ کال پکې د افغانستان، وېسټ انډيز، انګلېنډ، جنوبي افریقا او ځينو نورو هېوادونو څه باندې ۴۰ لوبغاړي برخه اخلي خو تر دې دمه پکې د هند يو لوبغاړي هم برخه نه ده اخېستې.

بلخوا پاکستاني لوبغاړي هم په هندي پريميېر ليګ کې برخه نه اخلي بلکې د ممبۍ ترهګريز بريد وروسته د پاکستان او هند کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ بشپړ دوه اړخيزه سيريز هم نه دی شوی. او يوازې په ۲۰۱۲ز کال کې پاکستانۍ لوبډلې د هند مختصره دوره کړې وه او هلته يې د دې هېواد خلاف دوه يو ورځني او دوه ۲۰ اوريزه مېچونه کړي ول.

خو میاداد بیا وايي: "بايد سپورټس وي او د دې ګټه يوازې پاکستان ته نه بلکې دواړو هېوادونو ته ده. موږ به چې کله هند ته تلو نو هند ته به يې مالي او نورې ګټې ملاوېدلې ځکه چې د مېچ لپاره به دومره ډېر نندارچیان راتلل چې چاته به ټکټونه هم نه رسېدل. بل له دې سره به د دواړو هېوادونو کرېکټ ته وده رسېده. د دواړو ګاونډيو هېوادونو اړيکې به ورسره ښه کېدای ځکه چې هندي وګړو به زموږ پاکستانيو کرکټرانو سره ډېره مينه کوله.د دواړو هېوادونو ولسونه غواړي چې کرکټ وشي نو بايد چې هېڅکله سپورټس د سياست تر اغېز لاندې را نه شي."

د پاکستان ملي کرکټ لوبډلې پخوانی کپتان جاوېد مياداد
د پاکستان ملي کرکټ لوبډلې پخوانی کپتان جاوېد مياداد

د هند کرکټ بورډ (بي سي سي ای) خپلو کرکټ لوبغاړو ته اجازه نه ورکوي چې په پي سي اېل، بي بي اېل يا نورو بهرنيو ۲۰ اوريزه فرنچايز ليګونو کې برخه واخلي خو انډين پريميېر ليګ يا ای پي اېل چې په ۲۰۰۸ز کال کې پیل شوی له تېرو څو کلونو راهيسې پکې له پاکستان پرته د يوشمېر هېوادونو لوبغاړي برخه اخلي.

د شعېب اختر او شاهد اپرېدي په ګډون يوشمېر پاکستانيو لوبغاړو د ۲۰۰۸ز کال په ای پي اېل مېچونو کې برخه اخېستې وه خو د دغه کال په نومبر مياشت کې په ممبۍ ښار کې تر ترهګريز بريد وروسته د هند کرکټ بورډ د ۲۰۰۹ز کال ای پي اېل ته پاکستاني لوبغاړي نه وروبلل.

دا بريد چې د امريکايانو په ګډون څه باندې ۱۶۰ کسان پکې وژل شوي و، هند يې تور په پاکستان لګوي خو پاکستان دا تورونه ردوي.

د ډيلي کرکټ اسوسېشن ډي ډي سي اې يو پخوانی مشر چارواکي پرديپ اګروال د مارچ پر نهمه مشال راډیو ته وويل چې له تېرو اتو کالو راهيسې د نوي ډيلي او پېښور کرکټ لوبډلو ترمنځ هم مېچونه نه دي شوي.

نوموړي وايي: "د ډيلي په کچه زموږ له پېښور سره قرارداد شوی و. يو کال به زموږ د ډيلي کرکټ لوبډله د پاکستان پېښور ته تله او هلته به مو مېچونه کول او په بل کال به بيا د پېښور کرکټ لوبډله دلته ډيلي ته راتلله. موږ به ترې ډېر خوند اخېستو او له دې سره به د دواړو هېوادونو ولسونو ترمنځ مينه او رورولي زياتېده خو دا هرڅه د دواړو هېوادونو ترمنځ د خرابو اړيکو ښکار شول. د خيبر پښتونخوا ګورنر به موږ ته په پېښور کې د کرکټ کولو بلنه راکوله نو دا ډېره ښه خبره وه."

اګروال وايي چې د نوي ډيلي او پېښور لوبډلې په خپلو کې سره مېچونه کول غواړي خو د دوی لوبغاړو ته د پاکستان لخوا ويزې نه ورکول کېږي.

د فېبرورۍ پر ۲۸مه په کراچۍ کې خبري غونډې ته په وينا کې بيا د پاکستان کرکټ بورډ پي سي بي مشر احسان ماني ويل چې ملي لوبډله يې سږ کال په اکتوبر مياشت کې په هند کې پیلېدونکې ۲۰ اوريزه نړيوال کرکټ کپ کې د ګډون لپاره تلل غواړي خو بايد ړومبې دا خبره يقيني کړل شي چې د هند لخوا به دوی ته هومره وېزې ورکړل کېږي څومره چې دوی ته پکار دي:

نوموړي وايي:"موږ د کرکټ نړيوالې شورا (ای سي سي) ته ویلي دي چې موږ ته دې په لیکلې بڼه د دې پخلی وکړل شي چې زموږ لوبغاړو،کرکټ عملې او نندارچيانو او خبريالانو ته به د هند وېزې ملاوېږي."

ماني زیاته کړه، ای سي سي موږ ته ویلي دي چې په مارچ مياشت کې به هغوی موږ ته د دې پخلی وکړي.

د هند خبري اژانس اې اېن ايي وايي چې د هندوستان کرکټ بورډ يو چارواکي ورته ویلي دي چې د احسان ماني يادو خبرو حیرانه کړي دي.

که څه هم اژانس د چارواکي نوم نه دی ياد کړی خو د مارچ پر لومړۍ نېټه يې د نوموړي له خولې ليکلي چې دا د ماني خپله خوښه ده چې له دې يوه سياسي مسله جوړوي خو حکومت يې له وړاندې دا خبره واضحه کړې ده چې دوی به هېڅکله داسې ونه کړي چې يو لوبغاړي ته به د هغه ملک له وجې وېزه ور نه کړي.

د پاکستان پخوانی کرکټر جاوېد مياداد او د ډيلي کرکټ اېسوسيشن مشر پرديپ اګروال وايي چې ترڅو د پاکستان او هند ترمینځ اړيکې سمې شوي نه وي نو تر هغو د دواړو هېوادونو ترمنځ کرکټ او نورې لوبې په بشپړه توګه نه شي بحالېدای.

دوی له وضاحت ورکولو ډډه وکړه خو ویې ويل چې په دواړو هېوادونو کې داسې خلک شته چې نه غواړي دغه اړيکې بحال شي.

د سياسي او سيمه ييزو چارو پوه او د پاکستان پخوانی د اطلاعاتو وفاقي وزير مشاهد حسېن سيد بيا وايي چې د هند او پاکستان ترمنځ د اړيکو سمولو لپاره د حکومتونو په کچه هلې ځلې او ټرېک ټو سفارتکاري له لسيزو راهيسې راروانه ده.

د ده په خبره په ټرېک ټو سفارتکارۍ کې د دواړو هېوادونو غېر سرکاري کسان، خبريالان، مدني فعالان، کاروباريان او نور کسان د خبرو د لارې کوښښ کوي چې د پاکستان او هند ترمینځ اړيکې سمې کړي خو چې کله هم دا خبرې کاميابېدو ته نېږدې شوي نو ضرور څه نه څه بده پېښه شوې او دغه کوښښونه يې ناکامه کړي دي:

حسېن سید وویل: "زما په خيال د پخواني وزيراعظم نواز شريف په وخت کې خبره ډېره مخکې تللې وه، نه يوازې په ټرېک ټو کې بلکې د حکومتونو په کچه هم. په ۱۹۹۷ز کال کې د نواز شريف او د هند د هغه وزيراعظم اېندر کمار ګجرال ترمینځ ملاقات کې ډېر پرمختګ شوی و. دا ملاقات چې ما پکې د اطلاعاتو وزير په حیث ګډون کړی و، پکې د کشمير د مسلې او ترهګرۍمخنيوي په ګډون اته نکاتو باندې د هر اړخيزه خبرو په پیلولو اتفاق شوی و. خو د ګجرال صېب حکومت ختم شو او اټل بېهاري واجپايي صېب راغلی او هغه هم له پاکستان سره د کشمير په ګډون ټولې مسلې د خبرو له لارې هوارول غوښتل او په عين حال کې ټرېک ټو مذاکرات هم روان و خو د دواړو هېوادونو ترمنځ په ۱۹۹۹ز کال کې د کارګل پوځي جګړې له کبله په کې هېڅ پر مختګ ونه شو."

مشاهد حسېن سيد د مارچ پر نهمه له مشال راډیو سره په خبرو کې تور پورې کړ چې د دواړو هېوادونو ترمینځ جګړه اکثره د هندي پوځ د سختې رويې له وجې رامنځته شوې. خو په نوي ډيلي کې د هند خبريال مودېت دوبې بيا وايي د دواړو هېوادونو اکثره جنګونه د کشمير پر سر شوي دي.

دوبې د مارچ پر نهمه مشال راډیو ته وويل چې پاکستان د کشمير مسله هوارول غواړي نو هند بيا له پاکستانه غواړي چې خپله ځمکه د دوی خلاف استعمالېدو ته پرې نه ږدي.

نوموړي زياته کړه, بايد دواړه هېوادونه لومړی په هغو مسلو خبرې پیل کړي چې حل کېدای شي:

"د پولو په ستونزو دې خبرې وکړي يعنې د دواړو هېوادونو د ولسونو ترمینځ تګ راتګ دې اسان کړي. په تجارت او کاروبار دې خبرې وکړي. او د هغه کلتور پر سر دې خبرې وکړي چې د لسيزو په موده کې موږ له يو بل سره شريک کړی دی. زه اوس هم پر دې عقيده لرم که چېرې د پاکستان او هند مشران، لوبغاړي، هنرمندان ،ټولنو مشران او ولسونه په خپلو کې سره خبرو ته کېني نو هېڅ قسمه پوځي اسټېبلشمنټ د دوی مخه نه شي نيولای. زما په خيال د ولسونو ترمینځ خبرې به اخر کار کاميابېږي."

دوبې زياته کړه دا ډېره ښه موقع ده چې سږ کال په هند کې پیلېدونکې ۲۰ اوريزه نړيوال کرکټ کپ کې د پاکستان کرکټ لوبډله ګډون وکړي او هم له دې د دواړو هېوادونو ترمینځ د دوه اړخيزه کرکټ او امن بحالېدل پیل شي.

له تېرې يوې اوونۍ راهيسې موږ په وار وار هڅه وکړه چې پر ياده موضوع د پاکستان او هند بهرنیو او دفاعي چارو وزيرانو او نورو اړونده چارواکو سره هم خبرې وکړو خو هغو زموږ فون پورته نه کړ.

همداراز د هند پخوانيو لوبغاړو لکه کپېل دېو، راوي شاستري، محمد اظهرالدين او نورو پخوانيو او اوسنيو لوبغاړو ته هم موږ په لسګونو وارې فون وکړ خو هغو زموږ فون پورته نه کړ.

البته د پخواني کرکټر ورېندر سېهواګ منېجر فون پورته کړ خو زياته يې کړه چې هغه له رسنيو سره خبرې نه شي کولای.

XS
SM
MD
LG