د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ کې د قومي اسمبلۍ پر یوه څوکۍ ټاکنې د اپریل پر ۲۹مه کېږي


دغه څوکۍ د تحریک انصاف ګوند فیصل واوډه تر استعفی وروسته خالي شوې وه.  
دغه څوکۍ د تحریک انصاف ګوند فیصل واوډه تر استعفی وروسته خالي شوې وه.  

د پاکستان الیکشن کمېشن وايي، د قامي اسمبلۍ په خالي څوکۍ اېن اې -۲۴۹ ضمني انتخابات به د اپریل پر ۲۹مه کېږي.

دغه څوکۍ د تحریک انصاف ګوند فیصل واوډه تر استعفی وروسته خالي شوې وه.

د پاکستان انتخاباتو کمېشن د مارچ پر ۱۱مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د کراچۍ د غربي سیمې د قامي اسمبلۍ څوکۍ لپاره امیدواران کولای شي چې د مارچ ۱۳مې څخه تر ۱۷مې پورې د نامزدګۍ کاغذونه جمع کړي.

د خبرپاڼې له مخه د ضمني انتخاباتو لپاره د امیدوارانو حتمي فهرست به د اپریل پر شپږمه جاري کېږي.

واوډه چې په وفاقي کابینه کې د اوبو وزیر و، د مارچ پر درېیمه یې له وزارت او څوکۍ څخه استعفی ورکړې وه چې دا شان د مارچ دریمې د سېنېټ انتخاباتو کې برخه واخلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG