د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا د کورونا وایرس ناروغۍ لپاره د ماډرنا واکسین استعمال منظوري ورکړی


تر دې وروسته به امريکا د ماډرنا واکسينو منظوروونکی دویم غربي هېواد شي. ارشیف- انځور
تر دې وروسته به امريکا د ماډرنا واکسينو منظوروونکی دویم غربي هېواد شي. ارشیف- انځور

د ډېسېمبر پر ۱۸ مه د امریکا د خوړو او دوایانو ادارې (اېف ډي اې) د کورونا وایرس په اړه د ماډرنا واکسین د استعمال منظوري ورکړه.

اېف ډي اې دا منظوري له هغې یوه ورځ وروسته ورکړې چې د امریکا د پوهانو یوې ډلې دغه واکسین تایید کړ.

له دې یوه اوونۍ وړاندې د فایزر او بایو اېنټېک واکسین منظوري هم ورکړل شوې ده.

د کورونا وایرس د مودرنا شرکت واکسین
د کورونا وایرس د مودرنا شرکت واکسین

په امریکا کې ماډرنا واکسین چې د صحت قامي انسټیټیوټ سره په ګډه جوړ شوی دی تمه ده اوس په دغه هېواد کې د فایزر او بایو اېټېک واکسینو ورکولو د عمل برخه جوړه شي.

د اېف ډي اې مشر سټېفن هېن ویلي د کووېډ-۱۹ ناروغۍ چې هره ورځ ترې یوه زیات شمېر خلک په روغتونونو کې بستر کېږي او یا مړه کېږي د واکسینو شتون به یې یو بل مهم ګام وي.

ماډرنا له امریکایي حکومت سره د دې اوونۍ پورې ژر تر ژره د دغه واکسین د ۵.۹ میلیونه خوراکه (ډوزز) د تقسیم چارې برابرولو لپاره کار وکړ.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا مرستیال واسمشر مایک پېنس د ډېسمبر پر ۱۸ د کووېډ-۱۹ ناروغي ضد واکسین ولګوو.

مایک پېنس ته د ستنې لګولو دغه عمل پر ټېلېویژن هم نیغ په نېغه وښودل شو، دا د هغه وفاقي کمپېن برخه ده چې ترمخه یې امریکایان دې ته راضي کړي چې دغه واکسین محفوظه دی.

د امریکا مرستیال واسمشر مایک پېنس د ډېسمبر پر ۱۸ د کووېډ ۱۹- ناروغي ضد واکسین د لګولو پر مهال.
د امریکا مرستیال واسمشر مایک پېنس د ډېسمبر پر ۱۸ د کووېډ ۱۹- ناروغي ضد واکسین د لګولو پر مهال.

په امریکا کې خلکو ته د کورونا واکسین ورکولو عمل پېل شوی دی.

سپېنې ماڼۍ د امریکا د تاریخ تر ټولو لوی محفوظه او موثره واکسینو د اعتماد تر نوم لاندې د پنځه ورځنی کمپېن پر پروګرام پر انټرنېټ وښود.

د مایک پېنس مېرمن کېرن او سرجن جنرال جېرم اېډم ته هم د کورونا واکسین ستنې ولګول شوې.

مرستیال ولسمشر مایک پېنس وویل امریکايي ولس باید باوري وسي چې دوی یو او ممکن په راروانو څو ساعتونو کې دوه محفوظه واکسین ولري.

هغه د تېرې اونۍ د فایزر او بایو اېنټېک کمپنیو جوړ واکسین چې امریکا یې منظوري ورکړې او د ماډرنا کمپنۍ واکسین چې ممکنه ده ډېر ژر یې منظوري ورکړل شي ته په اشاره وویل پر دغه واکسینو د باور جوړولو لپاره دوی رایو ځای شوي دي.

د کورونا وایرس د فایزر شرکت واکسین
د کورونا وایرس د فایزر شرکت واکسین

د ډېسېمبر پر ۱۷مه د کووېډ -۱۹ ماډرنا واکسین د امریکایي حکومت مشاورتي کونسل په داسې وخت تایید کړی چې په دغه هېواد کې د کورونا پېښې او د دغه له وجې د مړو شمېر په زیاتېدو دي.

په نړۍ کې د کووېډ-۱۹ تازه شمېرې

د امریکا جانز هاپیکز پوهنتون د شمېرو له مخې، تر ډېسېمبر ۱۹مې په ټوله نړۍ کې ۷۵،۷۰۰،۸۴۴ کسان په کورونا اخته شوي دي.

د یاد پوهنتون له معلوماتو سره سم، په نړۍ کې د کورونا وایرس ناروغۍ (کووېډ-۱۹) له وجې د مړیو شمېر ۱،۶۷۵،۲۹۲ ته رسېدلی دی. خو ۴۲،۶۹۰،۷۰۶ ترې بیرته رغېدلي هم دي.

په ناروغو او وژل شویو کې تر ټولو زیات په امریکا، هند او برازیل کې دي.

د کورونا وایرس لومړۍ پېښې د ۲۰۱۹ز کال په ډېسېمبر کې د چین په ووهان کې اعلان شوی چې د څو میاشتو په موده کې ناروغي د نړۍ تر شاوخوا هرې سیمې ورسېده.

په مارچ کې د روغتیا نړیوال سازمان د وایرس خپرېدو ته په کتو جهاني وبايي حالت اعلان کړ.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG