د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا د کووېډ-۱۹ د دوهم واکسين استعمال منظوري ورکړی


تر دې وروسته به امريکا د ماډرنا واکسينو منظوروونکی دویم غربي هېواد شي. ارشیف- انځور
تر دې وروسته به امريکا د ماډرنا واکسينو منظوروونکی دویم غربي هېواد شي. ارشیف- انځور

د امريکايي پوهانو يوې ډلې حکومتي ادارې ته په بيړني ډول د کووېډ-۱۹ د دوهم واکسين د استعمال منظورۍ ورکولو سپارښتنې په حق کې ووټ ورکړی.

له دې سره د روانې اونۍ تر اخره د وېکسينو په میلينونو خوراکونو خلکو ته رسولو لپاره لاره برابرېږي.

د ډېسېمبر پر ۱۷مه د کمېټې۲۰ غړو د دې سپارښتنې په حق کې رايه ورکړه خو د کمېټۍ يوه غړي له ووټ ورکولو ډډه وکړه.

له دې کار سره د ماډرنا کمپنۍ واکسین په حق کې نېږدې ټولو په یوه خوله رایه ورکړل شوې.

تمه څرګندېږي چې اېف ډي اې په بیړني ډول د يادو واکسينو د استعمال منظوري ورکړي.

تر دې وروسته به امريکا د ماډرنا واکسينو منظوروونکی دوهم غربي هېواد شي.

د کورونا وایرس د مودرنا شرکت واکسین
د کورونا وایرس د مودرنا شرکت واکسین

دا فيصله په داسې حال کې شوې چې په امريکا کې د ډېسېمبر پر ۱۶مه له کووېډ-۱۹ ناروغۍ د مړو شمېر يو نوې ريکارډ جوړ شو.

د امريکا د جان هاپکينز پوهنتون د ډېسېمبر ۱۶مې شميرې ښايي چې هغه هېواد کې په تيرو ۲۴ ساعتو کې تر ۳۷۰۰ زيات کسان مړه شوي دي او تر دوه نيم لکه زيات کسان د کورونا وايرس څخه متاثره شوي دي چې پنځمه برخه يې په کېليفورنيا کې ده.

معلومات ښيي چې د کورونا وايرس کيسونو کې زياتوالې روان دی او له اوو ورځو راهيسې د هرې ورځې په حساب د مړينې اوسط کچه تر ۲،۵۰۰ زياته ده.

د کورونا وایرس د فایزر شرکت واکسین
د کورونا وایرس د فایزر شرکت واکسین

په امريکا کې د فايزر او بايو ټېک کمپنيو جوړ واکسين خلکو ته ورکول کېږي چې د ډېسېمبر ۱۶مه يې درېیمه ورځ وه.

په نړۍ کې د کووېډ-۱۹ تازه شمېرې

د امریکا جانز هاپیکز پوهنتون د شمېرو له مخې، تر ډېسېمبر ۱۸مې په ټوله نړۍ کې ۷۴،۹۸۳،۴۷۵ کسان په کورونا اخته شوي دي.

د یاد پوهنتون له معلوماتو سره سم، په نړۍ کې د کورونا وایرس ناروغۍ (کووېډ-۱۹) له وجې د مړیو شمېر ۱،۶۶۲،۶۷۹ ته رسېدلی دی. خو ۴۲،۳۷۱،۷۸۹ ترې بیرته رغېدلي هم دي.

په ناروغو او وژل شویو کې تر ټولو زیات په امریکا، هند او برازیل کې دي.

د کورونا وایرس لومړۍ پېښې د ۲۰۱۹ز کال په ډېسېمبر کې د چین په ووهان کې اعلان شوی چې د څو میاشتو په موده کې ناروغي د نړۍ تر شاوخوا هرې سیمې ورسېده.

په مارچ کې د روغتیا نړیوال سازمان د وایرس خپرېدو ته په کتو جهاني وبايي حالت اعلان کړ.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG