د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اسلام اباد نمل پوهنتون زده کوونکو مظاهره کړې


د اسلام اباد نمل پوهنتون زده کوونکو مظاهره کړې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:32 0:00

په اسلام اباد کې د عصري ژبو ملي پوهنتون (نیشنل یونیورسټي اف ماډرن لینګوېجېز یا نمل) زده کوونکو د خپل یوه ملګري وژنې ضد مظاهره کړې. د مارچ پر څلورمه په پوهنتون کې د زده کوونکو د دوو ډلو ترمنځ په نښته کې یو زده کوونکی ووژل او پینځه ژوبل شول. وژلی زده کوونکی د کرک اوسېدونکی وو. د مارچ پر شپږمه د خبریالانو مرکز مخې ته په مظاهره کې زده کوونکو په تاوتریخوالي کې د ککړو کسانو ضد د اقدام غوښتنه وکړه. د اسلام اباد انتظامیې او پولیسو د نښتې لامل نه دی ښوولی خو پولیسو په بیان کې ویلي چې د ککړو کسانو د ګرفتارۍ هڅې کوي. ویډیويي رپورټ.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG