د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان کې له ترهګرۍ سره مبارزه او د بیارغونې برخه کې د ترکیې ارزښتناک رول


افغان ولسمشر اشرف غني له خپل ترکي سیال رجب طیب اردوغان سره. ارشیف- انځور
افغان ولسمشر اشرف غني له خپل ترکي سیال رجب طیب اردوغان سره. ارشیف- انځور

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د ترهګرۍ پر وړاندې په ګډه مبارزه کې د ترکیې رول مهم بللی دی.

محمد حنیف اتمر د مارچ پر لومړۍ نېټه په کابل کې د افغانستان او ترکیې د اړیکو د ۱۰۰ کلونو د پوره کېدو په مناسبت ويلي.

"د ترهګرۍ پر وړاندې په ګډه مبارزه او د بیارغونې په برخه کې ترکیې ډېر ارزښتناک رول لوبولی دی. د قاطع ملاتړ ماموریت په فعالیتونو کې د ترکیې فعال او جوت ګډون، د افغانستان دفاعي او امنیتي ځواکونو په پیاوړتیا کې مهم رول لوبولی دی."

د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله د افغانستان او ترکیې د اړیکو د ۱۰۰ کلونو پوره کېدو په مناسبت د افغانستان په سوله کې د ترکیې رول مهم بللی دی.

عبدالله د مارچ پر لومړۍ نېټه په یوه اعلامیه کې ویلي، ترکیې د یوې عادلانه او پایداره سولې په برخه کې د افغانستان ملاتړ کړی او ترکي چارواکو په دې برخه کې د اسانتیا پر برابرولو ټینګار کړی دی.

د افغانستان حکومت وخت ناوخت د افغان سولې بهیر د بریا لپاره سیمه ییزه او نړیواله اجماع مهمه بللې ده.

د افغانستان په سوله کې د ترکیې نقش په داسې حال کې مهم بلل شوی چې د افغان سولې لپاره د واشنګټن ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د افغانستان او څو نورو هېوادونو سفر پیل کړی دی.

خلیلزاد د مارچ پر لومړۍ نېټه په کابل کې له ولسمشر محمد اشرف غني، د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله، پخواني ولسمشر حامد کرزي او د عمر زاخېلوال تر څنګ له نورو سیاستوالو سره د افغانستان پر سوله خبرې وکړې.

د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د افغانستان او څو نورو هېوادونو سفر پیل کړی دی.
د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د افغانستان او څو نورو هېوادونو سفر پیل کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تېره یکشنبه ویلي چې زلمی خلیلزاد او ورسره ملګرې ډله به دې سفر کې د افغانستان د حکومت له مشرانو، طالبانو او په سیمه کې د ځینو هغو هېوادونو له رهبرانو سره چې ګټې یې په افغانستان کې په یوې عادلانه سیاسي هوکړه او اوربند پورې تړلي، خبرې وکړي.

خلیلزاد به قطر ته هم ځي چې د حکومت او طالبانو مذاکره کوونکي په کې د سېپټمبر له ۱۲مې په مذاکرو بوخت دي.

که څه هم د مذاکرو دوهم پړاو د جنورۍ له لومړیو پیل شوی، خو دا پړاو د مخکني هغه پر تله په ځنډ او خنډ مخ ته ځي.

له کله چې جو بایډن د امریکا د نوي ولسمشر په توګه خپل دنده پیل کړې، دا افغانستان او نورو هېوادونو ته د زلمي خلیلزاد لومړی سفر دی.

د امریکا متحده ایالات له طالبانو سره د فبرورۍ د ۲۹مې پر موافقه بیاکتنه کوي، دا بیاکتنه به دا جوتوي چې امریکا به له طالبانو سره شوې موافقه برحاله ساتي که څنګه؟

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG