د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا او طالبانو تر منځ د دوحې تړون یو کال پوره شو


د امریکا نوې ادارې ویلي چې له طالبانو سره د ۲۰۲۰م کال د فبروري ۲۹ تړون ارزوي او ګوري چې طالبان څومره په خپلو ژمنو ولاړ دي.
د امریکا نوې ادارې ویلي چې له طالبانو سره د ۲۰۲۰م کال د فبروري ۲۹ تړون ارزوي او ګوري چې طالبان څومره په خپلو ژمنو ولاړ دي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ په دې تړون کې په ځینو نورو مهمو مسئلو سربېره امریکا له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د ایستلو ژمنه ورکړې او په بدل کې یې له طالبانو غوښتي چې له ترهګرو سره اړیکې پرې کړي.

د امریکا نوې ادارې ویلي چې له طالبانو سره د ۲۰۲۰م کال د فبروري ۲۹ تړون ارزوي او ګوري چې طالبان څومره په خپلو ژمنو ولاړ دي.

وسله والو طالبانو بیا په یو خبرپاڼه کې ویلي چې دوی د دوحې تړون ته ژمن پاتېږي او له امریکا هم غواړي چې په خپلو ژمنو ودریږي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي د دوحې تړون د سولې او امنیت اړوند د افغانانو تمې نه دي پر ځای کړي.

د دغې شورا ویاند رحمت الله اندړ د امریکا – طالبانو د دوحې تړون د یو کلن کېدو په مناسبت په یوه پيغام کې دا خبره کړې ده.

ده ویلي چې "دغه تړون تر اوسه پورې یواځې له امریکا سره اوربند یقیني کړی دی. له افغانانو سره اوس هم د طالب رابطه یواځې تر قتل، غارت، ترور او وحشت محدوده ده. لا هم په دغه تړون کې د افغانانو لپاره د هیله مندۍ څه نشته. ان د بین الافغاني مذاکراتو پروسه د طالبانو له لاسه ټکنۍ ده."

د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا مرستیال عزیزالله دین محمد وايي، د همدغه تړون پر اساس د افغانانو تر منځ خبرې پيل شوې.

افغان حکومت او ځینو امریکايي چارواکو طالبان تورن کړي چې د دوحې د تړون پر خلاف یې په افغانستان کې بریدونه زیات کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تر هغه تړون وروسته د حکومت او طالبانو د مذاکراتي هیئتونو ترمنځ مذاکرې د تېرې سپټمبر میاشتې پر ۱۲مه پیل شوې چې تر درېیو میاشتو وروسته په دغو مذاکرو کې د ۲۰ ورځو لپاره وقفه راغله.

د مذاکرو دوهم پړاو د جنورۍ میاشتې له لومړیو پیل شو، خو په دې پړاو کې د سولې خبرې ټکنۍ او ورو مخ ته ځي.

د افغان حکومت د مرکچي پلاوي یو غړی نادر نادري وایي، دغه ټیم خپل بحثونه له مقدمې ورهاخوا پر جدي مسایلو ورټول کړي، خو د طالبانو لوری د مذاکرو د ځنډ سبب شوی دی.

نوموړي د فرورۍ پر ۲۵مه د افغانستان ملي ټلویژن ته وویل، هغه بېړه چې د مذاکرو لپاره‌یې د دولت هیئت لري، د دوی په مقابل لوري کې هغه لېوالتیا نه تر سترګو کېږي.

ده وویل، د حکومت مذاکراتي پلاوی به په راروانو بحثونو کې د اوربند پر ټینګښت تمرکز وکړي.

XS
SM
MD
LG