د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خاشقجي وژونکي دې سزا کړل شي: اروپايي ټولنه


د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پاليسۍ مشره فېډريکا موګريني وايي، د سعودي خبريال جمال خاشقجي په وژنه کې ښکېلو کسانو ته بايد سزا ورککړل شي.

سعودي خبريال جمال خاشقجي چې په امريکا کې مېشت و، له واشنګټن پوسټ ورځپاڼې سره یې کار کاوه او د اکتوبر مياشتې په دوهمه نېټه په استانبول کې د سعودي عربستان په قونسلګرۍ کې ووژل شو. دی د سعودي عربستان د شاهي کورنۍ منتقد وو.

د سعودي عربستان چارواکو یوه ډله امنیتي کارکوونکي په دې اقدام تورن کړي او دا خبرې يې رد کړي چې ګواکې د سعودي عربستان وليعهد محمد بن سلمان د دې وژنې امر کړی وو.

ریاض د خاشقجي د قضیې په تړاو ۲۱ کسان نيولي او له هغوی څخه پنځه يې په اعدام محکوم کړي دي.

ترکيه هم غواړي چې د دې وژنې ټول مسوولين مجازات شي خو تر اوسه يې په‌دې قضیه کې د شهزاده محمد بن سلمان د لاس درلودو په اړه څه نه دي ويلي.

موګیريني په انقره کې د ترکيې د بهرنيو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو سره په ګډه خبري غونډه کې وويل، هغه کسان چې واقعاً په دې وحشي وژنه کې لاس لري، بايد ځواب ووايي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG