د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور کې ډېر ژر بایسکل سکیم پیلېږي


اسلام اباد کې د سایکل ځغاسته
تصویر له ارشیفه
اسلام اباد کې د سایکل ځغاسته تصویر له ارشیفه

د پېښور چټک بسونو د انتظام اداره(ټرانس پېښور) وايي زر به په ښار کې د بایسکلو یو داسې نظام پیل کړي چې تر مخه به یې د زده کوونکو تر څنګ عامو خلکو ته هم په ښار کې دننه د سفر ښه سهولت برابر شي.

د بي‌ار ټي بسونو د انتظام ادارې ویاند عمیر خان د فبرروۍ پر ۲۵مه مشال ریډیو ته وویل چې د دوی د بسونو د سروس پس (زو بایسکل شییرنګ سسټم) په نوم دغه پروژه به په مارچ میاشت کې پیل شي. خو د پیل کره نېټه یې و نه ښودله.

د نوموړي په خبره دا په ټول پاکستان کې د خپل نوعیت لومړۍ پروژه ده.

"۳۶۰ سایکلې تیارې دي. په لومړي سر کې د سایکلو د درولو ۲۵ تمځایونه (ډاکنګ سټیشنې) تیارې دي، پاتې اووه د تیارۍ په اخري مرحله کې دي."

عمیر خان زیاتوي: "د زو بایسکل شییرنګ سسټم لپاره به تاسو ته زو کارډ خپل نېږدې بي ار ټي سټيشن ته وړل وي چرته نه چې به تاسو ممبرشپ اخلئ. اصلي شناختي کارډ او اي سهولت سره د دې تصدیق کول به لازمي وي. د نورو ټولو ضرروي معلوماتو د اندراج او زموږ د موافقې تر لاسلیکولو وروسته به تاسو دغه سایکل استعمالولی شئ. په لومړۍ مرحله کې به په حیات اباد او پېښور یونیورسټۍ کې د دې پيل کېږي. دا به په خاصه توګه د زده کوونکو لپاره یو مثبت او صحت منده کار ثابت شي. د مارچ په اولنۍ یا دویمه هفته کې به د دې پروژې اغاز وشي خو تاریخ اعلانول لا پاتې دي."

وزیراعظم عمران خان د ۲۰۲۰ز کال د اګست پر ۱۳مه د بي ار ټي بسونو پروژې پرانیسته وکړه. ‌‌په چټک بس پروژه (بي ارټي) په ۲۰۱۷ز کال کې کار شوروع شوی وو. حکومت يې د تیارېدو لپاره يوازې شپږ مياشتې وخت ورکړی وو خو د تکنيکي او تعميراتي نېمګرتياوو له وجې يې شاوخوا درې کاله وخت واخيست.

په پېښور پوهنتون کې د سافټ وییر انجنیرنګ یو زده کوونکی واحدالله حبیب، چې پوهنتون ته د تګ راتګ لپاره د بي ار ټي بس استعمالوي، وايي چې بی ار ټي بسونو ورته ډېره ګټه رسولی نو که د سایکل سکیم شروع هم شي، دوی به بس خوښوي.

"زه بار بار بي ار ټي بس استعمالوم نو اکثره سوچ کومه چې د دې سایکلو سسټم به څنګه وي. د سایکل په هکله خو مو یو سوچ کړی چې موږ ټول ملګري سهار مهال ورزش کوو یا پیاده ګرځو. یوه ګټه خو دا ده چې دا د صحت لپاره ښه ده. باقي بسونه خو زموږ لپاره ډېر ښه دي. د ټیکسي والو خپل نرخ وي او نورې بلها لانجې وي. اوس خو بي ار ټي دې نو خپله خوښه دې ده چې په کوم سټېشن درېږې. بسونو خو راته ډېره اسانه کړې ده زموږ ترجیح خو به بس وي. که باران وي نو سایکل خو نه شو استعمالولی. بیا په ښار کې دومره دوړه ده چې په سایکل به راته ټول یونیفارم خراب کړي."

د بي ار ټي ویاند عمېر خان په خبره د بسونو په شان د سایکلو سکیم سره د پېښور په ټرافیک کې د ښه والي امکان شته.

خو د پېښور یو بل اوسېدونکی او وکیل خان علي ګوهر دراني وايي د بي ار ټي بسونو پروژې باوجود په ښار کې د ټرافیک رش کم شوی نه دی نو نه ګڼي چې د سایکلو سره به د ټرافیک په راکمولو کې مرسته وشي خو دا پروژه پېدلېدل یو ښه ګام دی.

"ټرافیک کې خو څه کمې را نغلو. حکومت اول ویل چې ټرافیک به ډېر کم شي. خو د بسونو پروژه ډېره کامیابه روانه ده. د سایکلو هم دغه حساب دې چې یو ډېر ښه نوښت دی. نوښت ته بد نه دي کتل پکار ځکه چې یو ښه لوري ته ګام اخیستل شوی. نو دا ویل چې په دې سره به په ټرافیک کې څه ښه والی راشي نو دا خبره سمه نه ده. زده کوونکي ترې ګټه پورته کولای شي چې پکار هم ده. خو خبره هم هغه ده چې خلک به د سایکل پرځای بس ته ترجیح ورکوي. دلته د سایکل چلولو رجحان تر پخوا ډېر کم شوی او لپاره یې داسې خاص لارې هم نه شته."

د (زو سایکل رجسټریشن) فیس ۳۰۰۰ روپۍ مقرر شوی. عمېر خان وايي په ۷۲ ګنټو کې باید سایکل واپس کړل شي. که له هغې زیات وخت واخیستل شي نو دوی به یې غلا ګڼي او د هغې خلاف به قانوني کاروايي کوي.

XS
SM
MD
LG