د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور چټک بس پروژه: ستونزې او نيمګړتياوې


د پاکستان وزيراعظم د اګست پر ۱۳ مه د پېښور چټک بس پروژې پرانیسته وکړه. عکس له ارشېفه
د پاکستان وزيراعظم د اګست پر ۱۳ مه د پېښور چټک بس پروژې پرانیسته وکړه. عکس له ارشېفه

د خیبرپښتونخوا چارواکي وايي چې لومړني معلومات ښيې چې په پېښور چټک بس کې د بېټري له وجې اور لګېدلی وو.

په ټولنیزو رسنيو د اګست پر ۲۳مه نېټه خپرې شويو ويډيګانو کې يو بس ښودل شوی وو چې پکې اورلګېدلی دی.

د ويډيو خپرېدو وروسته د حکومت مخالفينو تنقيد وکړ چې تروخت له مخه د چټک بس سروس پیلولو له کبله دغسې پېښه رامنځ ته کړې ده. د پاکستان وزيراعظم عمران خان د اګست پر ۱۳مه د چټک بس پروژې(بي ار ټي) پرانیسته وکړه.

د پېښور چټک بس سروس داسې څه نظام نلري چې يو کس تر منزله ورسېږي نو بيا له هغه ځای څخه ووځي او دا وتل يې په ريکارډ کې راشي.
طارق وحيد

په چټک بس کې د اورلګېدو په اړه ددې پروژې وياند عمير خان د اګست پر ۲۷مه مشال راډیو ته وويل چې په دې اړه لاهم څيړنې روانې دي خو په ظاهره اور د بس د بېټرۍ له وجې لګېدلی دی. دغه بسونه هابريډ دي ياني په بېټریانو چلېږي.

چارواکي وايي، شاوخوا ۲۰۰ بسان د پېښوره له څمکنو تر حيات اباده پورې سورلی وړي.

د خيبرپښتونخوا واکمن ګوند تحريک انصاف دا د ولس په ګټه پروژه بولي خو مخالفين يې ورباندې د زيات لګښټ او د پروژې پر کمزوي بنيادي ډهانچې تنقيد کوي. اپوزيشن وايي چې د ۷۰ اربه روپيو په دې پروژه کې حکومتي چارواکيو درغلي کړې ده خو هغوي دا تور نه مني.

ځينې عام خلک هم وايي چې د دومره لوی لګښټ باوجود د دې سروس معيار ډېر ښه نه دی.

په پېښور کې د هم نیوز ټېلېويژن مشر طارق وحید مشال ریډيو ته وویل چې حکومت د سياسي فشار له کبله پروژه تروخت له مخه پرانیستې ده نو د ده په وينا ځکه پکې وخت پر وخت ستونزې راپېدا کېږي.

"په ظاهره حکومت یا اړونده کمپني (ټرانس پشاور) د پروژې پرانیستلو ته تيار نه وو.اوس هم پکې څه تخنیکي مسيلې شته. د مثال په توګه چې يو مساپر مشين ته ټکټ ورواچوي نو داسې هلکان هم شته چې بيا ټوله ورځ په بسونو کې ګرځي راګرځي. داسې څه نظام نشته چې يو کس تر منزله ورسېږي نو بيا له هغه ځای څخه ووځي او دا وتل يې په ريکارډ کې راشي."

د پېښور چټک بس سروس په څه حال دی؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:06:24 0:00

طارق وحيد زياتوي چې هغه کسان چې سفر ته ضرورت لري هغوي ته د شوقيه سفر کوونکيو له وجې په بسونو کې ځای نه ملاوېږي.

خو ځينې خلک بيا دا پروژه ګټور ګڼي چې پکې یو هم د پېښور اوسېدونکی نور ایاز دی. د ده په خبره، ستونزې شته خو هغه وړې دي. دی وايي، پخوا به يې حيات اباد ته په خپله ګاډي کې پر سفر ۴۰۰ يا ۵۰۰ روپۍ خرڅ راتلی خو اوس يې چټک بس په ۶۰ روپيو کې تر حيات اباد او نورو ځايو پورې رسوي.

په چټک بس پروژه(بي ارټي) کار په ۲۰۱۷م کال کې پیل شوی وو چې حکومت يې د بشپړېدو لپاره يوازې شپږ مياشتې وخت ورکړی وو خو د تخنيکي او تعميراتي نېمګرتياوو له وجې يې شاوخوا درې کاله وخت واخيست.

پخوا به تر حيات اباد پورې په خپل ګاډي کې پر سفر ۴۰۰ يا ۵۰۰ روپۍ خرڅ راتلی خو اوس مو چټک بس په ۶۰ روپيو کې تر حيات اباد او نورو ځايو پورې رسوي.
نور اياز

د دې پروژې لپاره اسیايي ترقیاتي بانک( اېشين ډېوېلپمېنټ بېنک) د خیبر پښتونخوا حکومت ته ۵۹۳ملین ډالره پور ورکړی وو. حکومت وايي چې خلک بايد دا پروژه د ځان وګڼي.

د ټرانس پېښور ویاند عمیر خان وايي، دا د پېښور د خلکو لپاره ده چې د حکومت په لويو پروژو کې راځي. د ده په خبره، خلک بايد د دې خيال وساتي او ذمه وار برخورد وکړي.

د بسونو د خرابېدو په اړه نوموړي وويل چې بسونو وارنټي لري نو که خراب شي نو حکومت به کمپنيانو ته پیسې نه ورکوي.

عمیر خانزیاته کړه، د شکايتونو لپاره يې یو ټېلېفون نمبر هم ځانګړی کړی چې شمېره یې ۱۱۱۴۷۷ ده او خلک کولای شي پر دې نمبر خپل شکايت درج کړي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG