د لاسرسي ځای

تازه خبر

تحریک انصاف یو کلنې واکمنۍ کې خیبر پښتونخوا ته څه کړي؟


د خیبر پښتونخوا وزیر اعلی محمود خان
د خیبر پښتونخوا وزیر اعلی محمود خان

پراګ ـ په روانه میاشت کې په خیبر پښتونخوا کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند د صوبایي حکومت یو کال پوره کیږي.

دا د یو سیاسي ګوند په دغه صوبه کې مسلسل دویم وار دی چې حکومت کوي.

اوس چې کله په وفاق کې هم د تحریک انصاف حکومت دی نو په دې تېر یو کال کې په خیبر پښتونخوا کې موجوده صوبایي حکومت کومې کامیابۍ ترلاسه کړې، او د صوبې مخالف سیاسي ګوندونه د دوی د تېر یو کال کارکردګۍ ته څنګه ګوري؟

د پېښور بسونو پروژې د ښاریانو مشکلات زیات کړي
د پېښور بسونو پروژې د ښاریانو مشکلات زیات کړي

د خیبر پښتونخوا د خزانې وزیر تېمور سلیم جګړا وایي، د دوی حکومت په دغه صوبه کې یو شمېر پرمختیایي پروژې پېل کړي دي او په صوبایي بجټ کې یې تعلیم او صحت ته زیاتې پېسې ځانګړې کړي دي.

تیمور سلیم جګړه وایي:

"موږ په صوبایي بجټ کې د سلو اربو روپو بچت راوستو چې له وجې یې د صوبې پرمختیایي بجټ ۲۳۶ اربه روپۍ، د قبایلي ضلعو بجټ ۸۳ اربه روپۍ او ټول مو د ۳۱۹ اربو روپو رېکارډ بجټ وړاندې کړ. قبایلي ضلعې په پښتونخوا صوبه کې د ورګډېدو وروسته مو هلته یو شمېر منصوبې پېل کړې. دغلته مو انتخابات ترسره کړل، تعلیمي اېمرجنسي مو ولګوله، د صحت انصاف کارډونو پروګرام مو پېل کړ، د سیاحت نظام مو ښه کړ او یوازې په دې تېر شوي اختر کې په درو ورځو کې ۲۰ لکه سیلانیان دغې صوبې ته راغلل، نوی بلدیاتي نظام مو جوړ کړ او لوړو زده کړو ته مو ډېرې پېسې مختص کړې"

د خیبر پښتونخوا صوبايي اسمبلي
د خیبر پښتونخوا صوبايي اسمبلي

بلخوا د جمیت علما اسلام (ف) ګوند د صوبایي اسمبلۍ غړي ظفر اعظم د اګست پر ۱۶مه مشال راډیو ته وویل، د تحریک انصاف حکومت لخوا پېل کړل شوې زیاتره پرمختیایي پروژې د ناکامۍ سره مخامخ دي:

"د حکومت دا خبره سمه ده چې په قبایلي ضلعو کې یې انتخابات تر سره کړل خو په دغه دوران کې د حکومت رویه بې طرفه نه وه. د دې باوجو چې په وفاق کې هم د تحریک انصاف حکومت دی او موږ هم ورسره د بجلۍ په مد کې د صوبې د ګټې اخېستو کې ملګري یو خو تر اوسه یې دغه کار ونه کړ، په صوبه کې بجلي او ګېس نشته او ولس پرېشانه دی."

د خیبر پښتوخوا په صوبایي اسمبلۍ کې د پاکستان پیپلز ګوند غړې نګهت اورکزۍ وایي، د موجوده حکومت د کارکردګۍ اندازه یوازې د پېښور د تېزو بسونو د منصوبې یا بي ار ټي نه لګول کېدای شي:

"د بي ار ټي منصوبه یې د ګڼو ستونزو او تکنیکي خرابیو سره مخامخ ده او د ټاکل شوي بجټ نه پرې په اربونو زیاتې پېسې ولګېدې. په صوبه کې ګراني زیاته شوې ده، کارخانې ختمیږي، لکه د دې صوبې د ماربلو کارخانې ختمې شوې، د تعلیم او کرکیلې په برخو کې هم څه عملي کار په نظر نه راځي."

په پېښور کې مېشت خبریال رحیم الله یوسفزی وایي، د تحریک انصاف په حکومت کې د خلکو مالي او اقتصادي مسلې زیاتې شوې دي:

"په صوبه کې موجوده حکومت په خپل وخت په قبایلي ضلعو کې انتخابات ترسره کړل، دا یې یوه لویه کامیابي ده، امنیت هم ښه دی خو امنیت په نور ملک کې هم اوس د پخوا په نسبت ښه شوی دی. اوس دلته د ولس لویه مسله اقتصاد دی، په وفاق کې هم، خو په دې صوبه کې دا مسله زیاته ده، ګراني او بې روزګاري زیاته شوې او د دې حکومت سره یې څه حل نشته."

بلخوا د خزانې صوبایي وزیر تېمور سلیم جګړا وایي، دوی داسې یو شمېر منصوبې پېل کړي دي چې ترمخه به یې په شخصي سیکټر کې اووه لکه او په سرکاري ادارو کې ۴۵۰۰۰ نوې نوکریانې پېدا کیږي او زیاتوي چې د صوبې د اقتصادي مشکلاتو د حل کولو لپاره هم دوی کار کوي.

XS
SM
MD
LG