د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کورمې قامي اسمبلۍ د ټاکنو پر نتیجو د جمعیت علمای اسلام اعتراض


د کورمې د قامي اسمبلۍ انتخاباتو کې برخه اخيستونکيو امېدوارانو د ټاکنو پر نتيجو اعتراض کړی.

د فبرورۍ پر ۱۹مه نېټه په ۴۵مه حلقه شوې ټاکنې د واکمن تحريک انصاف کانديد ملک فخر زمان بنګښ ګټلې وې. خو د ده مخالفه امېدوار محمد جميل چې له جميعت علما اسلام سره يې تعلق دی د انتخاباتي کميشن د رايو د شمې پر طريقه کار اعتراض کړی دی.

نوموړي د فبرورۍ پر ۲۳مه نېټه مشال راډيو ته ويلي چې پکار ده انتخاباتي کمیشن د امېدوارانو تر مخ ووټونه شمېرلي وای خو د ده په ادعا داسې ونشو. خو د اليکشن کميشن ډسټرکټ رېټرنګ افسر خورشيد عالم مشال راډیو ته وويل چې د ټاکنو پر مهال يې ټولو امېدوارانو ته نوټس ورلېږلی وو چې پکې ځينې حاضر شول او ځینې بیا ورنغلل.

خورشید عالم زیاتوي، که څوک غواړي چې د ټاکنو رایې بیا وشمېري نو هغه کولی شي چې تر دې وروسته د اسلام اباد الیکشن کمیشن په دفتر کې درخواست ورکړي او که داسی نه کوي شي نو بیا الیکشن ټرېبیونل ته هم خپل کیس وړلی شي.

چارواکي د درغلیو ټول الزامونه رد کړل.

د کورمې په ۴۵ حلقه کې د رایو په بیا شمېرلو سره د تحریک انصاف ملک فخر زمان بنګش ۱۶۹۲۸ او د جمیعت علما اسلام ف له محمد جمیل ۱۵۸۰۹ ووټونه وړي دي.

که څه هم په اوله ناتیجه کې د ملک فخز زمان بنګش ۱۶۹۱۱ او محمد جمیل ۱۵۷۶۱ ووټونه اخستي ول خو د ټاکنو تر بیا شمېرنی وروسته د جمیعت علما اسلام ف امیدوار ۴۸ او د بل ۱۷ رایې زیاتی شوي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG