د لاسرسي ځای

تازه خبر

ضمني انتخابات: مسلم لیګ (ن) تر تحريک انصاف مخکې دی


د قامي اسمبلۍ په اېن اې ۴۵ حلقه کې د فبرورۍ پر ۱۹مه ضمني انتخابات وشول.
د قامي اسمبلۍ په اېن اې ۴۵ حلقه کې د فبرورۍ پر ۱۹مه ضمني انتخابات وشول.

په پاکستان کې د قامي او صوبايي اسمبلیو په ضمني ټاکنو کې د غیر سرکاري او غیر حتمي نتیجو ترمخې مسلم لیګ (ن) ګوند له نورو مخکې دی.

مسلم ليګ نواز ګوند د نوښار په صوبايي څوکۍ پي کې ۶۳ او د پنجاب د وزیر اباد پر پي بي یو پنځوس ۵۱ حلقې کامیابي تر لاسه کړې ده.

د غیر حتمي او غیر سرکاري نتیجو له مخې د صوبايي اسمبلۍ د نوښار په حلقه د مسلم لیګ (ن) ګوند اختیار ولي له نورو مخکې دی هغه ۲۱۲۰۸ ووټونه اخېستي دي. په دغه حلقه کې د تحریک انصاف ګوند میا محمد عمر په دوهم نمبر راغلی، هغه ۱۷۰۹۷ رایې اخېستي دي.

د پنجاب د صوبايي په پي بي ۵۱ حلقه کې د مسلم لیګ (ن) ګوند بېګم طلعت محمود له نورو وړاندې ده. د غیر حتمي او غیر سرکاري پایلو له مخې هغې ۴۴۳۱۷ رایې ګټلې دي. په دغه حلقه کې د تحریک انصاف چودري محمد یوسف د ۳۸۲۴۴ رایو په اخېستو په دوهم لمبر دی.

بلخوا د پاکستان الیکشن کمېشن د فبرورۍ پر ۲۰مه په خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي د قامي اسمبلۍ په اېن اې ۷۵ سیالکوټ حلقه کې یې د غیر حتمي نتیجې د اعلان د نه خپرولو امر یې کړی دی. الېکشن کمېشن وايي د یادې حلقې د نتیجو په ترلاسه کولو کې دوی د غیر ضروري ځنډ سره مخامخ دي او د ځینو انتخاباتي افسرانو سره یې اړیکې نه ټینګېږي چې دوی یې پلټنې کوي او ترهغې وروسته به غیر حتمي نتیجه اعلان کړي

پاکستاني رسنۍ راپور ورکوي چې د یادې حلقې مربوط د ډسکه ښار د رایو په مرکز کې د تحریک انصاف او مسلم لیګ (ن) ګوندونو د پلویانو ترمنځ ډزې شوي چې پکې له دواړو غاړو د یو یو تن د وژل کېدو او د یو شمېر نورو د ژوبلېدو راپورونه دي. رسنۍ لیکي چې د پنجاب د پولیسو مشر د پېښې د پلټنې امر کړی دی.

اخوا د قامي اسمبلۍ د کرمې د حلقې اېن ای ۴۵ ټاکنې د غیر حتمي او غیر سرکاري نتیجې له مخې د واکمن تحریک انصاف ګوند ملک فخرزمان ګټلې دي. نوموړي ۱۶۹۱۱ رایې ګټلي او هغه ته نږدې په دویم نمبر د جمیعت علمای اسلام (ف) ګوند محمد جمیل دی چې ۱۵۷۶۱ رایې یې اخېستي دي.

په پاکستان کې تازه ضمني انتخابات د فبرورۍ پر ۱۶مه او ۱۹مه ترسره شول.

XS
SM
MD
LG