د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان: له لسو برمته کسانو څلور پرېښودل شوي


د شمالي وزیرستان د پولیسو مشر وايي چې د اتوار ورځې په ماښام په شوه تحصیل کې له تښتول شویو لسو کسانو څخه څلور یې راپرېښودل شوي دي.

د ضلعې ډي پي او شفیع الله له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل چې د شپږو نورو برمته کسانو د راخوشېکولو لپاره پولیس، پوځ او ملېشه ځواکونو په ګډه د لټون عملیات پیل کړی دی.

په تښتول شویو کې د میرلي اوشېدونکی د لوکل ګورنمنټ یو اهلکار انجنیر همایون داوړ، اېډوکېټ عتیق داوړ شهنشاه داوړ، د میرامشاه اوسېدونکی د صحت محکمې یو اهلکار مسودرحمان، د ایبټ اباد اوسېدونکی انجینیېر حمزه او د میانوالې اوسېدونکی یاسر عباس شامل دی چې د ناڅرګندو مشکوکو تښتونکو په منګولو کې دي.

د شمالي وزیرستان د قامي اسمبلۍ غړی محسن داوړ وايي، له انتظامیې سره په رابطه کې دی او هغوی ورته باور ورکړی چې تښتول شوي کسان به ژر راپرېښول شي. ګنې ولس داسې پېښې نه شي زغملای.

محسن داوړ زیاته کړه چې په ایپۍ کلي کې د څلورو ښڅو د وژنې او د ملګرو (لسو کسانو) د تښتونې خلاف دوی نن احتجاج اعلان کړی دی.

نوموړی زیاتوي په دا دومره لوی شمېر کې د پوځ او لېویز په موجودګۍ کې د امن او امان صورتحال دا دی چې ورځ تر بلې خرابېږي او سمېږي نه.

د میرلي یو اوسېدونکی کمال شاه وايي چې په شپږو تښتول شویو کسانو کې درې تنه د دوی د کورنۍ غړي دي.

ټي ټي پي نور بریدونه کولای شي

د شمالي وزیرستان چاواکيو خبرداری ورکړی، د څلورو ښځینه کارکوونکيو تر وژل کېدو وروسته ناقانونه ګرځول شوی تحريک طالبان پاکستان نورې حملې هم کولای شي.

د فبرورۍ پر ۲۲مه وسله وسله والو په اېپي کلي کې د يوې غير سرکاري ادارې څلور کارمندانې وژلې وې.

له دې وروسته هم په دې ورځ د شمالي وزيرستان د پوليسو دفتر نورو حکومتي دفترونو ته ليک ولېږلی چې مشال راډیو هم ترلاسه شوی دی.

په دې کې ويل شوي چې تحريک طالبان پاکستان دغسې نورې حملې پر حکومت پلوه مشرانو، تسليم شويو وسله والو، امنيتي ځواکونو، پوليسو او اېن جي اوز هم کولای شي.

د فبرورۍ پر ۲۲مه نېټه په بله پېښه کې په شوه کې وسله والو ۱۰ کسان تښتولي ول چې وروسته يې پکې څلور خوشې کړي دي.

تر اوسه د دواړو پېښو ذمه واري چا نه ده منلې.

سږ کال په شمالي وزیرستان کې د هدفي بریدونو د روانې لړۍ دا اوومه پېښه ده.

تېر کال (۲۰۲۰) دغه پېښې ۴۶ ته رسېدلې وې.

پښتون ژغورنې غورځنګ او ځايي ولس د دغو هدفي وژنو خلاف بیا بیا لاریونونه او پرلتونه کړي.

XS
SM
MD
LG