د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولس چې سیاست نه کوي نو واک یې د بل وي: اڅکزی


د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشر په چمن ګې د عبدالصمد خان اڅکزي تلینغونډې ته د وینا پر مهال: ۲۰۲۰، ۱۲ ډیسېمبر
د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشر په چمن ګې د عبدالصمد خان اڅکزي تلینغونډې ته د وینا پر مهال: ۲۰۲۰، ۱۲ ډیسېمبر

د پښتنو د یو ستر سیاسي مبارز خان عبدالصمد خان شهید ۴۷م تلین د بلوچستان په چمن ښار کې د یوې لویې ولسي غونډې په کولو سره ولمانځل شو.

دې تلینغونډې ته د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ د مشر محمود خان اڅکزي په ګډون د دغه ګوند یوه بل مرکزي مشر سېنېټر محمد عثمان خان کاکړ او ځینو نورو مشرانو ویناګانې وکړې.

پر دې مهال محمود خان اڅکزي په خپله وینا کې وویل، قامونه چې سياست نه کوي نو شپه په شپه یې ښارونه، کاروبارونه او ځمکې د بلچا واک ته ځي، د چمن او کوټې ټول کاروبار د هندوان وو، د جناح او ګاندي فيصلې په يوه شپه هر څه بدل کړل، پښتون تاجر، پښتون ملا صېب، پښتون خان او پښتون ولس ته خواست کوو چې سياست ته رادننه شئ. نوموړي په خپله وینا کې وویل، زلزله راروانه ده، په افغانستان کې چې زلزله راغله قدرمنې پښتنې کېموپونو ته مجبوره شوې، چې دلته زلزله راشي چېرته به ځو؟ اڅکزي وویل، د دفاع او مدافعت بغېر بله لاره نشته، په معمولي خبره پښتانه يو بل وژني، د کال دوه زره پښتانه ځوانان په معمولي خبره سره وژني، په صوابۍ کې په ذاتي ځمکه اته ځوانان ووژل شول، راځئ دغه خوی په قامي او وطني ځمکه خپل کړو او خپله خاوره وساتو په خپلو کې د صبر زغم او بخښلو څخه کار واخلو.

خان شهید عبدالصمد خان اڅکزی
خان شهید عبدالصمد خان اڅکزی

د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشر محمود خان اڅکزي وینا وه چې ګوندي ملګرو یې بايد د جميعت مشران او کارکنان هم په درناوي دې جلسې ته ورابللي وی. دا وطن د ټولو شريک دى او شريکه به یې ساتو.

نوموړي په خپله وینا کې د چمن وروستۍ پېښې ته کتو (د نومبر پر ۲۹مه) چې پکې دوه ماشومان وژل شوي او شپږ تنه ژوبل ول، وویل، د چمن په بندر به خامخا تجارت ازاد وي، ولس هېڅ پاسپورټ، هېڅ کارډ او هېڅ بنديز منلو ته تيار نه دی.

نوموړي د بندیزونود پاکستان او افغانستان تر منځ پر سرحدي پوله د حکومت له لوري د بېلابېلو بندیزو غندنه وکړه او و یې ویل چې پرسرحدي پوله د اغزن تار له اچولو څخه لر او بر پښتانه هېڅوک نه شي سره جلاکولی. د نوموړي په وینا د پولې دواړو غاړو ته د پښتنو او بلوڅانو قبیلې پرتې دي او هېڅوک یې نه شي جلا کولی.

اڅکزي د اپوزېشن ګوندونو ټلوالې پاکستان جمهوري تحریک د روانو سیاسي هلوځلو او په سیاست کې د ده په وینا د پوځ لاسوهنې په باب هم خبرې وکړې. نوموړي پر پوځ ږغ وکړ چې په سیاست کې دې لاس نه وهي، ده زیاته کړه چې پوځي لاسوهنه به د ملک لپاره خطرناکې پایلې ولري.

نوموړي وویل، پي ډي اېم د همدې مقصد لپاره جوړ شوی چې په ملک کې د سیاسي چارو واک او اختیار به له منتخب پارلمان سره وي، پارلمان، عدالت او پوځ به په خپل خپل چوکاټ کې اوسي.

که څه هم اڅکزي پر پوځ په سیاست کې د لاسوهنې تور ولګاوه خو پوځ دا تورونه نه مني.

محمد عثمان خان کاکړ
محمد عثمان خان کاکړ

پر دې مهال سېنېټر محمد عثمان خان کاکړ د خان عبدالصمد خان شهید پرژوند او قربانیانو باندي په تفصیل سره رڼا واچوله او ویل چي د هغه د قربانیانو او هلو ځلو په نتیجه کې په دې سیمه کې انګریز له ناکامۍ سره مخامخ شو.

د عثمان کاکړ وینا وه چې خان شهید د خپل پښتون قام لپاره کارخانې او کاروباري ادارې غوښتې. تجارت او ملازمتونه یې غوښت. زموږ د بچیانو لپاره تعلیم او هسپتالونه غوښت. هغه له خپلې خاورې عالمي استعماري قوت اېستل غوښت، خان شهید د مارشلايي حکومتونو خلاف وو، هغه پر یوه انسان د بل انسان د جبر خلاف وو، د یوه قام پر بل قام د جبر خلاف وو.

«خان شهید پر ۷م جولایي ۱۹۰۷ په ګلستان (بلوچستان) کې زېږېدلی او پر ۲م ډسمبر کال ۱۹۷۳ په کوټه کې په بمونو ووژل شو. نوموړی ۶۶ کلن و او د پښتون افغان په تاریخ کې په سیاسي، صحافتي، علمي او ژبنیز تاریخ کې ځان ته ډېر لوړ مقام لري، هغه د خپل ۶۶ کلن عمر نیمه برخه یاني ۳۲ کاله په نظربندیو او زندانونو کې تېر کړي دي.

په کوټه کې د عبدالصمد خان اڅکزي د ژوند او مبارزې په باب د کتابونو لیکوال شوکت ترین وایي چې خان شهید د سیاسي او ملي مبارزې له لارې خپل قام او ملت ته خدمت کړی دی:

«خان شهید مرام او هدفونه دا ول چې پښتون دې خپلواکی او سرلوړی شي. نه یوازې پښتون، بلکې د بلوڅو او سیندیانو د حقوقو لپاره هم د نوموړي هلې ځلې څرګندې دي. خپلو مرامونو او مقصدونو ته د حقیقت رنګ ورکولو په خاطر نوموړي پر ۲۰م می،۱۹۳۸ د (انجمن وطن) په نامه د یو سیاسي ګوند بنسټ کښېښود، چې د دغ ګوند مقصد هم لکه مخکې چې مو وویل، خپلواکې، بلوچستان او پښتونخوا کې سیاسي اصلاحات او پښتنو ته د انسان په سترګه کتلو تحریک وو.(

لیکوال،شوکت ترین زیاتوي، چې خان شهید د ملي مبارزې تر څنګ، یو هر اړخیزه شخصیت هم درلود.

«د خان عبدالصمد خان ځانګړتیا دا ده، چې له خوشال خان خټک را وروسته، په ټول پښتون افغان تاریخ کې داسې جامع الکمالات شخصیت ترسترګو نه راځي، چې هغه په یوه وخت کې سیاست، صحافت، ژباړې، فقه، اسلامي علوم او ژبه؛ دا ټول په خپل شخصیت کې رانغاړي.)

یاده دې وي،خان عبدالصمد خان اڅکزی د پښتون ملت پاله ګوند، پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشر محمود خان اڅکزیي پلار وو.

XS
SM
MD
LG