د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډیجیټل اقتصاد کې د پښتونخوا د ښځو ونډه؟


نن په ټوله نړۍ کې د سماجي انصاف ورځ نمانځل کیږي. د دې ورځې لمانځلو مرام ټولو انسانانو ته د رنګ، نسل، ژبې او صنف د امتیاز نه بغیر د ښه ژوند د اسانتیاو ورکولو لپاره قوانین جوړول او هغه عملي کول دي.

د روان کال لپاره د سماجي انصاف نړیواله ورځ په انټرنیټي اقتصاد (ډیجیټیل اکانومي) کې انصاف ته ځانګړې شوې ده. په ساده لفظونو کې د انټرنیټ په وسیله کاروباري او اقتصادي هلې ځلې کول ډیجیټل اکانومي جوړوي.

د ښځو د حقونو فعالان وايي چې تر اوسه خو په کاروبارونو او د کار په ځایونو کې ښځو ته د سړو هومره موقع نه ورکول کیږي، نو په انټرنیټي اقتصاد کې د ښځو حقونه منل خو لا لیرې خبره ده. په دغه اړه بېګا مشال راډیو سره په خبرو کې د حقونو یوې فعالې او د انلایټنډ لیب په نوم د یوې ادارې مشرې طاهره کلیم وویل چې لا خو په پښتونخوا کې د ښځې بنیادي تعلیم نه لري نو له انټرنیټه به څه مالي ګټه پورته کړي؟ نوموړې زیاتوي، ویل کیږي چې په پاکستان کې یوازې ۲۹ فیصده خلک انټرنیټ ته رسايي لري، د دې معنا دا شوه چې ۷۰ فیصده خلک د انټرنیټ په وسیله کار روزګار نه شي کولی. بیا که په دې کې موږ د ښځو برخې ته وګورو نو هغه ډېره لږه پاتې کیږي.

د سماجي انصاف لپاره د ښځو او سړو برابري، د ژوند بنیادي اسانتیاوې، او د کار او تخلیق یو شان موقعې مهمې دي. سماجي انصاف څه شی دی ؟ په دغه اړه د د پېښور پوهنتون د سولې مطالعاتو مرکز یو استاد ډاکټر جمیل چترالی وايي چې سماج وايي ټولنې یا د انسانانو تر مینځ تړون او انصاف دا دی چې د ټولنې د قانون د لاندې ټولو ته د کار، تخلیق او خوشالۍ یو شان موقعې په لاس ورشي. دلته لا ټولنه په عبوري حالت کې ده او لا د حقونو د خوندي کولو لور ته مزل کوي، نو کومې ستونځې چې د یوې عبوري ټولنې وي له هغو ستونځو سره موږ هم مخ یو.

په پاکستان کې پارلیمان د ښځو او لږکیو د حقونو خوندي کولو لپاره یو شمیر قوانین منظور کړي دي او د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ هم تیره میاشت د یوې قانوني مسودې په منظورولو سره په ښځو کورنی تشدد جرم ګرځولی دی خو په پېښور کې د حقونو یو فعال قمر نسیم وايي، قوانین ګټه هله لري چې عمل ورباندې وشي. نوموړی زیاتوي که چیرې موږ وګورو نو دا مهال په خیبر پښتونخوا کې د سماجي انصاف حالت ډېر خراب دی.

د حقونو فعالان وايي چې په پاکستان کې د سماجي انصاف لپاره د قوانینو جوړول او په هغې کې د ټولنې د ځپل شویو خلکو ګډون مهم دی. دا په داسې حال کې ده چې په ځانګړی توګه خیبر پښتونخوا او بلوچستان صوبو کې د اقلیتونو پرضد تشدد او د ناموس په نوم د ښځو د وژلو او ځورولو پیښې ډېرې شوي دي.

XS
SM
MD
LG