د لاسرسي ځای

تازه خبر

واڼه کې ګرځبندیز ختم، بازار نن خلاص شو


جنوبي وزیرستان
جنوبي وزیرستان

په واڼه کې د فېبرورۍ له ۱۶مې نېټې راهیسې لګول شوی ګرځبندیز د ځايي مشرانو او انتظامیې ترمنځ له خبرو وروسته ختم شوی دی.

هلته پر پاکستانیو پوځیانو تر بمي برید وروسته کرفیو لګول شوې وه چې ځايي ولس یې له سختو مشکلاتو سره مخامخ کړی وو.

د جنوبي وزیرستان ډپټي کمیشنر خالد اقبال وايي، مشرانو راغلي ول، جرګه ورسره وشوه، او هغوی ویل چې له سرکار سره به تعاون کوي، ځکه چې اوس مرجر شوی دی (فاټا په خیبر پښتونخوا ورګډه شوې ده) نو لکه د ملک د نورو ښهریانو غوندې د هر ښهري زمه داري جوړېږي چې له خپل سرکار سره د امنیت په برخه کې مرسته وکړي.

د ګرځبندیز ختمېدو پس د واڼه یو اوسېدونکی انور خپلواک وايي، که څه هم بازار خلاص شو خو په خلکو کې لاهم مایوسي شته، ځکه چې بې له څه وجې یې په بازار کې کرفیو ولګوله. ډزې یې وکړې، خلک یې وویشتل. او بله ورځ به بیا دا عمل کوي، د اجتماعي زمه واري قانون خو ختم شو خو پر موږ لاهم اېف سي ار دی. موږ دا عمل غندي هم او دا دوی چې څه وکړل له دې سره مو زده کوونکي متاثره شول، زموږ بازار متاثر شولو، زموږ ناروغان متاثره شول، هسپتالونو مو نه شوای رسولای. موږ سرکار ته اپیل کوو چې نور دې دا ظلم ودروي. اوس موږ په خیبر پښتونخوا کې ضم یو، دا جواز نه جوړېږي، دا یو غیرقانوني عمل دی.

یاده دې وي چې د فبرورۍ پر ۱۱مه نېټه په رزین سیمه کې پر پاکستانیو پوځیانو تر برید وروسته لګول شوی ګرځبندیز لاهم روان دی.

په سیمه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ یو غړی شاه فیصل غازي وايي، پر پوځيانو تر برید وروسته دوې ورځې کېږي چې موږ سیمې ته ورسېدل نو هلته له رزین سره شا او خوا کلیو کې خلک په کورونو کې ایسار کړل شوي ول، پوځ هلته پنډ وو، خلک یې هېڅ بهر نه پرېښودل.

شاه فیصل غازي زیاتوي نن د جمعې له لمانځه پس په مکین کې د بښتون ژغورنې غورځنګ ملګري او د ټولو سیاسي ګوندونو غړي وه جرګه کوي.

د جنوبي وزیرستان ډپټي کمینشر خالد اقبال په رزین کې د لګول شوي ګرځبندیز په اړه وايي، کله چې هم یوه پېښه کېږي نو سرکار خو به هرومرو له خلکو پوښتنه ګروږنه کوي.

  • انځور سایز

    اشتیاق مسید

    اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG