د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنوبي وزیرستان کې پر پوځي پوستې وسله وال برید کې پینځه سرتېري وژل شوي


امنیتي سرتېري د جنوبي وزیرستان پر یوه سړک د ګزمې پر مهال د ارشیف انځور.
امنیتي سرتېري د جنوبي وزیرستان پر یوه سړک د ګزمې پر مهال د ارشیف انځور.

په جنوبي وزیرستان کې د پاکستان پر امنیتي ځواکونو په وسله وال برید کې پینځه سرتېري وژل شوي.

د جنوبي وزیرستان د پولیسو مشر شوکت علي د فبرورۍ پر ۱۹مه مشال راډیو ته وویل، وسله والو د زیارت یا پنجشنبې ماخوستن شاوخوا ۱۰ بجې د سره روغې پر زوړ پوستې ډزې وکړې چې پکې یو سرتېری ژوبل شوی هم دی.

د حملې ذمه واري تحریک طالبان پاکستان منلې ده.

دا په تېره څه د پاسه یوه اوونۍ کې په جنوبي وزیرستان کې پر امنیتي سرتېرو درېیم برید دی.

د فبرورۍ پر ۱۴مه په واڼه کې پر پوځي کاروان په بمي برید کې درې سرتېري ووژل او شپږ ژوبل شول.

تر دې مخکې، د فبرورۍ پر ‍۱۱مه وسله والو په رزین خوله کې پر امنیتي پوستې برید وکړ چې پکې څلور پوځیان ووژل او درې ژوبل شول.

په واڼه او رزین خوله کې د حملو ذمه واري تحریک طالبان پاکستان ومنله.

تر دې بریدونو وروسته امنیتي ځواکونو او پولیسو په دواړو سیمو کې ګرځبندیز ولګاوه.

په داسې حال کې چې په رزین خوله سیمه کې د فبرورۍ ۱۱مې تر حملې راهیسې ګرځبندیز لا هم روان دی، په واڼه کې انتظامیې له ځايي مشرانو سره تر مذاکراتو وروسته د فبرورۍ پر ۱۹مه په بازار کې ګرځبندیز ختم کړی دی.

انتظامیې د فبرورۍ پر ۱۶مه په واڼه کې کرفیو اعلان کړې وه.

د ګرځبندیز پر ضد د جنوبي وزیرستان مشرانو، سیاسي اتحاد، مدني فعالانو او زده کوونکو مظاهرې وکړې.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG