د لاسرسي ځای

تازه خبر

واڼه کې کرفیو، پوځ د لټون عملیات پیل کړی


چارواکي وايي، د دې عملياتو مقصد د وسله والو طالبانو سهولت کاران نيول دي.
چارواکي وايي، د دې عملياتو مقصد د وسله والو طالبانو سهولت کاران نيول دي.

د جنوبي وزيرستان په واڼه کې د فېبرورۍ پر ۱۴مه د پاکستان پوځ پر یوې لارۍ له بمي چاودنې وروسته مقامي انتظامیې د فېبرورۍ پر۱۶مه د واڼه په مرکزي بازار کې ګرځبندیز (دفعه ۱۴۴) لګولې او د لټون عملياتو لپاره يې بازار بند کړی دی.

د جنوبي وزيرستان د پوليسو مشر شوکت علي د فېبرورۍ پر ۱۵مه مشال راډيو ته وويل، د دې عملياتو مقصد د وسله والو طالبانو سهولت کاران نيول دي.

بلخوا د واڼه بازار ځينې تاجرانو مشال راډيو ته ويلي چې له بمي چاودنې وروسته انتظاميې بازار بند کړې چې له کبله یې له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي.

د دې تر څنګ پښتون ژغورنې غورځنګ او د جنوبي وزيرستان د رازين سيمې اوسېدونکو د فېبرورۍ پر ۱۵مه د خيبر پښتونخوا په ټانک ښار کې احتجاجي مظاهره کړې ده او د بمي چاودنې وروسته د پوځ لخوا په رازين سيمه کې د څلورو ورځو لپاره کرفيو لګولو اوپه مقامي خلکو تشدد يې غندلي دي.

د مظاهرې په اړه د پولیسو مشر شوکت علي بيا مشال راډيو ته ويلي په خلکو ورته د تشدد په هکله څه معلومات نه شته، که په چا هم تشدد شوې وي نو له پوليسو سره دې رپورټ درج کړي.

د فېبرورۍ پر۱۱مه هم د جنوبي وزيرستان په مکين کې په يوه بريد کې څلور پوځيان وژل شوي وو.

تحريک طالبان پاکستان د دې دواړو حملو ذمه واري منلې ده.

XS
SM
MD
LG