د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امريکا پر کانګرس د شوې بلوې پلټنو لپاره کمیسیون جوړېږي


د استازو جرګې مشرې نېنسي پلوسي
د استازو جرګې مشرې نېنسي پلوسي

د امريکا کانګرس به د هغې خونړۍ بلوا د پلټنو لپاره يو خپلواکه کميسیون جوړوي چې د جنورۍ پر شپږمه په پلازمينه واشنګټن کې شوې وه.

د امريکا د استازو جرګې مشرې مشرې نېنسي پلوسي د دې کميسيون د جوړولو اعلان د فېبرورۍ پر ۱۵مه خپل د ډيموکراټ ګوند ملګرو ته په استولي يوه ليک کې وکړو.

د نوموړې وينا وه کمیسیون به د واک د سوله ز لېږد پر وړاندې د مداخلې په باب حقایق او علتونه وڅېړي او راپور به پرې چمتو کړی.

پلوسي دا څرګنده کړه چې موږ بايد له رښتياو خبر شو چې دا هرڅه څنګه وشول.

د ریپلیکن ګوند یوشمېر قانون جوړونکي یا د کانګرس غړو ويلي چې دوی د پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ د وفادارانو لخوا د هغه يرغل په اړه د پلټنو حمايت کوي چې غوښتل يې چې د ولسمشر جو بايډن د بریا د تصدیق روستی پړاو ودروي.

بل کاسیدی د ریپبلیکن ګوند یو له هغو ۷ سناتورانو څخه وو چې د ټرمپ د محکومولو په اړه يې رايې ورکړه.

نوموړي وويل، بايد بشپړه پلټنې وشي چې هر څه راپه ډاګه شي.

د ذکر ده چې د ډونلډ ټرمپ پلويانو د جنورۍ پر شپږمه د کانګرس پر ودانۍ يرغل کړي وو چې د پوليسو په ګډون پینځه کسان پکې وژل شوي ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG