د لاسرسي ځای

تازه خبر

یوټیوب د ولسمشر ټرمپ شخصي یوټیوب پاڼه بنده کړه


د یوټیوب چارواکي وايي، د تشدد راپارولو لپاره د دوی پالیسۍ خلاف ورزۍ په تور یې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ چېنل بند کړی دی.

د ګوګل ملکیت لرونکې کمپنۍ یوټیوب هم له نورې ټولنیزې میډیا سره د ولسمشر ټرمپ په اکاونټ بندولو کې شامل شوی.

دا اقدام له هغې وروسته شوی چې تیره اوونۍ د ولسمشر ټرمپ پلوي بلوه ګرو په واشنګټن کې د کانګریس پر ودانۍ برید وکړ.

امریکايي کانګرس په ولسمشریزو انتخاباتو کې د بایډن بری تایید کړ
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:27 0:00

یوټیوب د جنورۍ پر ۱۲مه په یو بیان کې وویل چې په امریکا کې تشدد پېښو انديښنو ته په کتو، د یوټیوب د پالیسیو خلاف ورزۍ کولو په نتیجه کې یې د ولسمشر ټرمپ له چېنله نوی مواد لیرې کړي.

په بیان کې ویل شوي چې د ولسمشر ټرمپ د یو ټیوب په چېنل یې د نویو موادو په خپرولو د لږ تر لږه اوو ورځو لپاره عارضي بندیز لګولې.

ولسمشر ټرمپ پر یوټیوب اکاونټ ۲،۷۷ میلیونه سبسکراییبرز وو.

پر ولسمشر ټرمپ تور دی چې د جنورۍ پر شپږمه يې د کانګریس ودانۍ لور ته خپل زرګونه پلویان د احتجاج لپاره هڅولې وو.

په دغه ورځ د کانګریس غړي د منتخب ولسمشر جو بایډن د بریا تصدیق لپاره راغونډ شوي وو.

په ویډیوګانو او تصویرونو کې ښکاري چې بلوه ګر ودانۍ ته په زوره دننه ورځي او د کانګریس دواړه چیمبرز/ خونې بهر وتو ته مجبوري.

دې حملې ټوله امریکا حیرانه کړې وه او په برید کې یو پولیس او څلور نور کسان وژل شوي وو.

ولسمشر ټرمپ له تیرې څو مودې راهیسې دا ادعا کوي چې د امریکا په ولسمشریزو انتخاباتو کې درغلي شوې.

هغه لومړې کانګریس ته ورغلي خپل پلویان ستایلې وو خو وروسته یې د تشدد غندنه هم وکړه.

ټویټر او فیسبوک هم د ولسمشر ټرمپ شخصي اکاونټونه بند کړي او پر کانګریس د برید په ملاتړ کې مواد یې هم لیرې کړي دي.

دا له هغه وروسته ده چې د جنورۍ پر شپږمه د ولسمشر ټرمپ د پلویانو لخوا د کانګریس پر ودانۍ تر برید وروسته ټویټر د دوی له تګلارو د سرغړونې په تور د ولسمشر ټرمپ پاڼه د ۱۲ ساعتونو لپاره بنده کړې وه.

يو شمېر کسان د امنيتي کمربندونو ماتولو او ودانۍ ته په ننوتلو کې بریالي شول.
يو شمېر کسان د امنيتي کمربندونو ماتولو او ودانۍ ته په ننوتلو کې بریالي شول.

هغه مهال ټویټر خبرداری ورکړی وو چې که ولسمشر ټرمپ یې د اصولونو خلاف ورزي وکړه نو اکاونټ به یې په مستقله توګه بند کړل شي.

پر ولسمشر ټرمپ نیوکه کوونکي وايي چې هغه اکثره ټویټر د ناسمو معلوماتو خپرولو، کرکې خورولو او تشدد راپارولو لپاره کاروي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG