د لاسرسي ځای

تازه خبر

د فوربز مجلې د ۱۰۰ ځواکمنو ښځو په ليست کې څوک څوک دي؟


جیسينډا ارډرن د فوربز مجلې د سلو ځواکمنو ميرمنو په لیست کې راغلې. په دې تصویر کې د يو جومات مخې ته یو سړی د هغې سره سيلفي اخلي.
جیسينډا ارډرن د فوربز مجلې د سلو ځواکمنو ميرمنو په لیست کې راغلې. په دې تصویر کې د يو جومات مخې ته یو سړی د هغې سره سيلفي اخلي.

د امريکې فوربز مجله هر کال د نړۍ د ۱۰۰ تکړه او اغيزمنو مېرمنو ليست خپروي. په دې ليست کې هغه ښځې شاملې وي چې فعاليتونو یې د ژوند په بېلابېلو برخو اغېز پرېښی وي.

فوربز مجلې د ۲۰۲۰م کال د ۱۰۰ ځواکمنو (طاقتورو) ښځو په لیست کې د سیاست، اقتصاد، صحت، ټکنالوجۍ، خېر ښېګړې، فلم او موسیقۍ سره تړلې ښځې شاملې کړې. دغو ښځو په روان کال کې په خپلو شعبو او کار کې دا ښودلې چې څنګه به خپل ولس او نړۍ له خپګان، تکلیف، درد، بشري او قدرتي ناورینونو، او نورو مشکلاتو ژغوري او مرسته یې کوي.

په دوی کې زیاتره هغه سیاستوالې دي چې سږ کال یې د کورونا وایرس په وبایي صورتحال کې د خپلو ولسونو صحت ته زیات پام کړی دی. په دې لسټ کې دا ځل له پاکستان او افغانستانه څوک نشته.

دلته یې څو مېرمنې را اخلو.

انګېلا مرکل

د فوربز مجلې د ۲۰۲۰ کال د ځواکمنو ښځو په لسټ کې په لومړي نمبر د جرمني چانسلره انګېلا مرکل ده.۶۶کلنه انګېلا مرکل په روان کال کې د کورونا وبا مخنیوي ته خاص پام ورکړی او حته په خپله یوه وېنا کې ولس ته سوال کوي چې په کرسمس کې دې د خپلو مشرانو لپاره خصوصي احتیاط وکړي.

اينګلا ميرکل
اينګلا ميرکل

مرکل هغه وخت په نړۍ کې زیاته خوښي ترلاسه کړه چې کله یې د شام د لسو لکو (یوملیون) څخه زیاتو کډوالو ته د خپل د هېواد دروازې پرانستلې او هغوی سره یې په سخت وخت کې همدردي وکړه.

په اروپا کې د ۲۰۲۰م کال د اکتوبر په میاشت کې په سروې کې ۷۵ فیصده خلکو د نورو اروپایي هېوادونو د مشرانو په پرتله په مرکل باور څرګند کړی. ځینو پکې له هغې وروسته په راروان وخت کې د بل مشر په انتخابېدو اندېښنه هم ښودلې. مرکل په ۲۰۰۵م کال کې د جرمني چانسلره جوړه شوه خو په ۲۰۱۸م کال کې یې د خپل ګوند له مشر ځان وویست او اوس به د ۲۰۲۱ کال کې د جرمني په راروانو انتخاباتو کې برخه نه اخلي.

کرسټین لاګارد

د فوربز مجلې د ۲۰۲۰ کال د ځواکمنو ښځو په ليست کې په دوهم نمبر کرسټین لاګارد ده. ۶۴ کلنه کرسټین دا وخت د اروپایي مرکزي بنک مشره ده.

کریسټين لاګارد
کریسټين لاګارد

روان کال د کورونا وایرس له وجې د اروپایي هېوادونو اقتصادې حالت د هغې د کار لپاره یو چېلنج وو. کرسټین ویلي چې د ۲۰۲۱م کال لومړۍ شپږ میاشتې به هم له اروپا لپاره یو سخت وخت وي چې هېوادونه پکې خپل اقتصاد ښه وساتي.

د ۲۰۱۱م کال نه د ۲۰۱۹م کال تر نیمایي پورې کرسټین لاګارد د پېسو د نړیوال صندوق مشره پاتې شوې ده. هغه په نړۍ کې لومړۍ ښځه ده چې د دغه ادارې مشري یې کړې. کرسټین چې تراوسه په کومو عهدو پاتې شوې پر هغې زیاتره سړو کار کړی او دا د کرسټین لپاره یو چېلنج هم دی ځکه چې په موجوده وخت کې نړۍ د کورونا وبا له وجې د اقتصادي مشکلاتو سره مخامخ ده.

کاملا هیرېس

د فوربز مجلې د ۲۰۲۰ کال د ځواکمنو ښځو په ليست کې په دریم نمبر کاملا هېرس ده. د امریکا منتخبه ولسمشره ۵۶ کلنه کاملا هیرېس به لومړۍ ښځینه، لومړنۍ تور پوستې او لومړنۍ اشیايي الاصله وي چې د امریکا مرستیاله ولسمشره کېږي.

کاملا هیرېس
کاملا هیرېس

په ۲۰۱۶م کال کې هغه لومړني هندي نژاده امریکای ښځه وه چې د امریکا سېنېټره شوه. نوموړې د کېلفورنیا سره تعلق لري او په اوکلېنډ کې زېږېدلې ده. مور یې د هند او پلار یې د جمېکا وو.

د خپل کاري ژوند په لومړیو کې یو مهال په سان فرانسېسکو کې د یوې ښاري ناحیې څارنواله او بیا د کیلېفورنیا لویه څارنواله وه چې وروسته د سېنېټرې په توګه غوره شوه.

اورسلا وان دېر لیېن

د فوربز مجلې د ۲۰۲۰ کال د ځواکمنو ښځو په لسټ کې په څلورم نمبر د اروپایي کمېشن مشره اورسلا وان دېرلیېن ده.

اورسلام وان درلین
اورسلام وان درلین

هغه داسې لومړنی ښځه ده چې پر دغه ځای تېر کال هم ټاکل شوې وه.

د هغې په مهمو کارونو کې قانون سازي او هغه پالیسې جوړول شامل دي چې د ۷۰۰ ملینونو څخه زیاتو اروپایي وګړو پر ژوند اغېز کوي. د نوموړې عمر ۶۲ کاله دی او له جرمني سره تعلق لري.

ملېنډا ګېټس

د فوربز مجلې د ۲۰۲۰ کال د ځواکمنو یا طاقت لرونکیو ښځو په ليست کې په پنځم نمبر د بېل او ملېنډا ګېټس فاونډېشن شریکه مشره ملېنډا ګېټس ده. ګېټس کورنۍ د خېر ښېګړې په کارونو کې سږ کال هم خپل پوزېشن پر ځای ساتلی.

ملینډا ګېټس
ملینډا ګېټس

دا فاونډېشن په ۲۰۰۰م کال کې جوړ شوی او دا وخت د نړۍ تر ټولو لويه خېریه اداره ده چې د ۴۰ اربو ډالرو پورې داسې فڼډونه لري چې ګټه یې په نړۍ کې د ولسونو پر خېر ښېګړې لګول کیږي.

۵۶ کلنه مېرمن ګېټس په خپل کار کې صحت، د نجونو تعلیم او له دې سره سره د ښځو هغو مسلو ته زیات پام کړی چې له وجې یې د ښځو صحت، کار او روزمره ژوند متاثره کیږي.

جسېنډا ارډرن

د نیوزیلینډ وزیراعظمه جسېنډا ارډرن د فوربز په لست کې ۳۲ مه طاقت لرونکې ښځه ده چې نه یوازې د یو هېواد مشري کوي بلکې ځینې داسې مثالونه یې هم جوړ کړل چې وړاندې نه وو لیدل شوي. هغه د هېواد د مشرۍ سره سره د مور جوړېدو عمل نه تېره شوه. د ماشوم له پېدایش وروسته شپږ اونۍ په رخصت وه، مېړه یې د ماشوم د خیال ساتلو لپاره په کور شو او دا خپل کار ته راوګرځېده.

هغه نه یوازې د نړۍ بلکې د نیوزیلینډ په ۱۵۰ کالو تاریخ کې لومړی ځوانه ښځه وزیراعظمه ده. د هغې عمر ۳۸ کاله دی. روان کال په خپل هېواد کې د کورونا وبا په مخنیوي کې هغه په ټوله نړۍ کې وستایل شوه، او دا د هغې د پالیسیو نتیجه وه چې په نیوزیلینډ کې دغه وایرس تر ډېره حده کنټرول شوی دی. نوموړې په نيوزيلېنډ کې پر يو جومات د شوې بريد او ځايي مسلمانانو سره څنګ په څنګ ودرېدو له امله هم ډېره مشهوره شوه.

شېخ حسینه واجد

له اسیایي هوادونو څخه د فوربز مجلې د ۲۰۲۰ کال د ځواکمنو ښځو په لسټ کې په سیاست او پالیسي جوړونکیو کې شېخ حسینه واجد په ۳۹م نمبر ده.

شيخ حسینه واجد
شيخ حسینه واجد

هغه د بنګله دېش تر ټولو د زیات وخت لپاره په واک کې پاتې شوې وزریراعظمه ده او دا وخت پر دې چوکۍ په څلورم وار منتخب شوې ده.

نوموړې په خپل وخت کې د هېواد امنیت، د ولس صحت او تعلیم ته زیات پام کړی. د هغې عمر ۷۳ کاله دې.

هندي مېرمنې

د فوربز مجلې په دې لیست کې د هند روشني نادر ملهوتره چې د اېچ سي اېل کمپنۍ مشره ده او د ټکنالوجۍ په برخه کې د خپل کار له وجې په لسټ کې په ۵۵ نمبر ده. د هند د خزانې وزیره نرملا ستاره مېن په دغه لسټ کې په ۴۱ نمبر ده. کرن معظمدار شا چې د هند تر ټولو شتمنه ښځه ده هم په دې لیست کې شامله ده. هغه د دوایانو د ځینو کمپنیو مشره ده. له دې سره سره هغه په اشیا کې د انسولین دوایي تر ټولو لویه کارخانه لري او د کېنسر ناروغانو لپاره یې یو روغتون هم جوړ کړی.

XS
SM
MD
LG