په تاندې هیلې خپرونه کې ځینې پښتنې ښځې سیاستوالې او فعالانې وایي په ټولنه کې د خپل حق لپاره اواز پورته کول نن هم د یوې ښځې لپاره ګران کار دې.
د سوات د مسلم لیګ ن ګوند یوه مشره نسیم اختر وایي ښځې هم د سړو غوندې د ناامنۍ او وسلوالو خلاف په پوځي عملیاتو کې اغېزمنې شوې دي. د نسیم اختر په خبره له کورونو بې کوره کړل شوې، د دړکو سره مخامخ شوې، د کورنۍ غړي یې په بمي چاودنو کې ووژل شول خو خپل همت یې نه دې بایللی.
بلخوا د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه مشره ثنا اعجاز وایي د پښتنو د حقونو لپاره یې غږ پورته کړی دې او د حق په دغه لاره کې له نوکرۍ لرې کړل شوه او کورنۍ ژوند يې له مشکلاتو سره مخامخ شو. د ثنا په خبره د پښتنو د حق خبره یې کړې ده، او هم په دغه خبره یې کردار کشي شوې ده.
دا پروګرام تاسو د غږ په ځای کې اورېدای شئ.
نښلول
شریک کړئ
تاندې-هیلې
په لاس د مشال راډیو
نښلول
شریک کړئ
کوډ کاپي شوی دی.
دا پته کلېپبورډ ته کاپي شوه
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته
0:00
0:13:55
0:00
د ډاېرېکټ لېنک
-
فرخنده اسد
فرخنده اسد د مشال راډیو خبریاله وه چې د پاکستان او افغانستان په اړه یې د رپورټونو تر څنګ د ښځو د ژوند، ستونزو او حقونو په اړه ځانګړې اوونیزه خپرونه تاندې هیلې هم جوړوله.
د فېسبوک تبصرې