په پاکستان کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له کورونا وایرسه ۲۶ کسان مړه شوي چې په دې سره له دې وبا د ټولو مړو شمېر، دولس زره، درې سوه، دري دېرشو (۱۲،۳۳۳) ته رسېدلی دی.
د کورونا وایرس په اړه شمېرې خپرونکې سرکاري ویب سايټ ليکلي چې تر ننه (د فېبرورۍ تر ۱۵مه) په دې وايرس د اخته کسانو شمېر، پينځه لکه او څلور شپېته زره نه اوړيدلې دې، خو پينځه لکه شپږويشت زره پورې کسان ترې بيرته رغېدلي دي.
په پاکستان کې تر ټولو زیات کسان په سیند کې په کورونا اخته شوي دي خو تر ټولو زیات کسان ترې په پنجاب کې مړه شوي دي.
پاکستان له چینه د کورونا واکسین تر لاسه کړي چې د ورکولو لړۍ یې روانه ده او له نورو هېوادونو هم د واکسینو د اخېستو په لټه کې دی. همدا رنګه د کواکس پروګرام د لاندې هم تمه ده چې پاکستان په زیاته اندازه د کورونا واکسین ترلاسه کړي.