د لاسرسي ځای

تازه خبر

واڼه کې چادونې درې عسکر وژلي، شپږ ژوبل


د جنوبي وزیرستان په شیرونګۍ سیمه کې پاکستاني عسکر د ډیوټۍ پر مهال - تصویر له ارشیفه
د جنوبي وزیرستان په شیرونګۍ سیمه کې پاکستاني عسکر د ډیوټۍ پر مهال - تصویر له ارشیفه

د جنوبي وزیرستان په واڼه بای پاس سيمه کې د پاکستاني پوځ د ګزمې پر ګاډو د فبرورۍ پر ۱۴مه (بېګا) د سړکغاړې بم چاودنې درې عسکر وژلي دي.

د جنوبي وزیرستان د پولیسو مشر، شوکت علي د فبرورۍ په ۱۵مه مشال راډيو ته وويل چې په دې حمله کې شپږ نور عسکر ټپیان شوي هم دي.

نوموړی زیاتوي چادونه پر هغو سرتېرو شوې چې ماښام مهال له خپلې کړې ډیوټۍ څخه پوځي کېمپ ته تلل.

د ده په خبره، تر چادونې وروسته ډزې هم شوې دي.

دی وايي، لا تر اوسه یې د یوچا خلاف اېف ای ار نه دی کښلی خو د مشکوکو ملزمانو لټون روان دی.

د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) یوه ویاند مشال راډيو ته په استولي پیغام کې د پوځیانو پر لارۍ د برید ذمه واري منلې.

یاده ده وي چې د فبرورۍ په ۱۱مه په رازین خوله کې د ټي ټي پي په يوه بل بريد کې څلور عسکر وژل شوي او درې نور ژوبل شوي ول چې د ځايي ولس په وینا، پر هم هغه ورځ امنيتي ځواکونو ګرځبنديز (کرفيو) لګولی او ګڼ ولسي وګړي يې نيولي دي.

له مشال راډيو سره په خبرو کې دوی وايي چې پاکستانیو عسکرو پر مقامي خلکو تشدد کړی دی.

د رازین سیمې شېرپاو پښتون چې اوس په ډېره اساعیل خان کې دی، وايي، هلته مېشتو خلکو "لاس په لاس ګوزاره ده. که ګرځبندیز لګېږي نو خلک د غلې وړلو کې سخته مشکل لري."

د ده په وینا دوی له مکین څخه غله یا راشن وړي او "نن څلورمه ورځ" ده چې په هغه علاقه کې "کرفیو ده. خلک نه ځنې وتلای شي او نه ورتلای شي."

د پښتون ژغورنې غورځنګ یو فعال شاه فیصل غازي هم وايي چې هلته رازین کې پر پوځیانو له برید وروسته پر ځايي خلکو "سخت تشدد" شوی دی.

د ده په وینا، پوځیان ورغلي او "شپانه/شپونکیان او خوار غریب خلک یې سخت وهلي ډبولي دي."

دی زیاتوي چې لارې بندې وې او هغه خلک یې د علاج لپاره په جنوزي او ډي ای خان او مکین ته ورسول.

دی وايي اوس هم ځینې وهلي کسان له پوځ سره په حراست کې دي.

شاه فیصل غازي پوښتنه کوي چې پوځ له افغانستان پر پوله باړ هم لګولی او ډېره خرچه پر راغله نو بیا ولې داسې پېښې کېږي.

دی وايي چې دوی رازین ته ځي او د پي ټي اېم په غونډه کې به پر احتجاج غور کوي.

د پولیسو مشر شوکت علي مشال راډيو ته په دې اړه په خبرو کې ناخبري وښودله خو ویل یې که یوڅوک ګرفتاره شوی وي، کورنۍ دې يې له پوليسو سره رپورټ درج کړي.

XS
SM
MD
LG