د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې د طالبانو کړې پرېکړې هيڅ قانوني حېثیت نه لري: سپريم کورټ


د پاکستان سپريم کورټ

د پاکستان سپريم کورټ د وسله والو طالبانو له خوا شوې يوه بله پرېکړه غیرقانوني بللې ده او ویلې یې دي چې په پاکستان کې د طالبانو له خوا شوې فېصلې هيڅ قانوني ارزښت نه لري.

د فرورۍ په ۱۲مه سپريم کورټ د جنوبي وزیرستان د يو اوسېدونکي د ځمکې د ملکيت په سر رامنځته شوې لانجې د اورېدنې په وخت ويلي چې په ۲۰۰۹ کال کې د دې جنجال د ختمولو لپاره امارت اسلامي طالبان او افغانستان په نامه یوې ډلې فېصله اورولې وه چې د پاکستان د قوانینو ترمخه هيڅ قانوني حیثیت نه لري. د قاضي فايز عیسی او قاضي مقبول باقر دوه کسیزه جرګه ګۍ ويلي په هر ځای کې چې د طالبانو له خوا پرېکړې شوې، هغه غيرقانوني دي.

د جنوبي وزیرستان سره تعلق لرونکی، د سپریم کورټ وکيل رحيم وزیر وايي تر دې مخکې، پېښور های کورت هم د وسله والو طالبانو لخوا دا ډول پریکړې کالعدم ګرځولې دي. هغه د فرورۍ په ۱۳مه، مشال راډيو ته وويل چې عدالت وايي کېسونه دې د ضم شوو ضلعو په ملکي عدالتونو کې له سره وچليږي. ((عدالت وايي که څوک هم د قانون مطابق ثبوت او ګواه لري نو عدالتونه به د هغه فريق په حق کې پریکړه وکړي ځکه چې د [طالبانو په وخت کې] د دې قضیو د پریکړو کولو پر مهال قا نوني تقاضې نه وې پوره کړل شوي.))

پاکستاني وسله والو له ۲۰۰۲ کال راهیسې په قبايلي ضلعو کې فعاليت پېل کړ. دا ګڼې وسله والې ډلې بيا په تحريک طالبان پاکستان کې سره يو ځای شوې او په ځينو ځایونو کې خپل عدالتونه جوړ کړل. په ۲۰۰۷ کال کې دا مسله هغه وخت ډېره جوته شوه چې طالبانو د خپل عدالتي نظام له مخې په سوات او قبايلي سيمو کې د ځايي خلکو د بېلابېلو کشالو د حل فېصلې اورولې.

د شمالي وزیر ستان ملک ګل صالح جان وايي د دوی په سيمه کې د وسله والو د ډېر زور له وجې خلکو خپلې مسلې وروړلې. هغه د فرورۍ په ۱۳مه مشال راډيو ته وويل: ((دا حقيقت دی چې وسله والو زموږ په سیمه کې ډيرې زیاتې دا ډول پرېکړې کړې وي. فېصله به وشوه یو فریق به هم ومنله بل به هم ومنله خو هغه فیصلې به د ټوپک په زور کېدلې. دغې ته فېصلې نه شي ويل کيدای.))

قبايلي سيمې تر ۲۰۱۸ کال مخکې د انګریزانو د وخت له ايف سي آر قانون لاندې اداره کېدلې خو په دغه کال کې دا سيمې په خېبر پښتونخوا کې شاملې شوې. په دې توګه دغو سیمو ته د پاکستان ايين وغځول شو. خو دغلته لا هم په ټولو سيمو کې د عدالتونو ودانۍ نشته.

د پاکستان پوځ د ضرب عضب، راه نجات او ځينو نورو عملياتو په مټ د وسله والو قوت او اغېز کم شو. اوس دغلته پولیسو نظام پېل شوی خو د طالبانو له خوا په تېر وخت کې شوې پرېکړو لا هم د ځايي‌ خلکو تر منځ ستونزې جوړې کړې دي.

د شمالي وزیرستان سره تعلق لرونکی خبریال صفدر داوړ په دې اړه د فرورۍ په ۱۳مه مشال راډيو ته وويل: ((خلکو د طالبانو په دور کې شوې پرېکړې په وقتي توګه سمبالې کړې وې او د ښه مناسب وخت انتظار يې کاوه. دوی ويل چې کله طالبان کمزوري شي او یا له سیمې ووځي نو بیا به دا قضيې فیصله کوی نو دا اوس ځکه په نیزدي هر کلي‌کې د خلکو ترمنځ مسلې بيا راپورته شوې دي.))

XS
SM
MD
LG