د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مومندو يوازینۍ وکيله د ښځو لپاره په عدالتونو کې سهولتونه غواړي


رخسانه مومند
رخسانه مومند

د خېبرپښتونخوا په مومندو ضلعه کې رخسانه مومند وياړي چې يوازينۍ ښځينه وکيله ده. هغه غواړي ښځې پوهه کړي‌چې عدالتونو ته په ورتګ سره یې ډير حقونه تر لاسه کیدلی شي.

نوموړې د دیسمبر په درېيمه مشال راډيو ته وويل ((دلته زنانه خپلی مقدمی راوړي خو د نورو سیمو لکه پېښور په نسبت ډېرې کمې راځي خو ډېرې ښځې په حپلو حقونو خبرې نه دي. نو څومره چې عامه پوهاوی (یا بېدارې) زیاتيږي همغومره به ډېرې ښځې عدالتونه نه ورځي او انصاف به غواړي. په دې بايد پوهه شو چې اوس د رسم او رواج لاندې شوې فیصلې بدلېږي.))

ملګرو مې ويل چې مومندو ته مه ځه. خو زه راغلم ځکه چې د ښځو ډير مسايل دي چې بايد حل شي
رخسانه مومند

د مومندو د بار ایسوسیشن يا وکيلانو اتحادیې ترمخه د غړو شمېر یې ۳۰ تنه دی. په دوی کې رخسانه مومند يوازينۍ ښځه ده چې کار یې له ګټو ستونزو ډک دی. د دې په خبره په مومندو کې عدالتي‌نظام نوی دی نو ځکه نه د وکيلانو او نه هم د موکلانو یا عدالتونو ته مقدمو وروړونکو لپاره د ناستې ځانګړی ځای شته دی. ((انټرنټ نشته. نن سبا څوک له کتابه مقدمې او قانوني مادو په اړه ریسرچ نه کوي نو انټرنيټ ضرور دی. بل دلته د ناستی ځای هم نشته. زمونږ بار روم ډیر وړوکی چې پکې زه، نارینه وکیلان، منشیان او مقدمی راوړونکي ټول راغونډ شوي یو. هيڅ پرايوېسي نشته.))

مومند او نورې سيمې په ۲۰۱۸ کال کې په خېبرپښتونخوا کې شاملې او د دې صوبې ضلعې شوې. هغه مهال حکومت اعلان وکړ چې اوس د انګریزانو د وخت ايف سي ار قانون ختم او پر ځای به یې د نور پاکستان په شان عدالتي نظام عملي‌کېږي. بيا د پېښور های کورټ له خوا د ۲۰۱۹ کال په فرورۍ کې د مومندو لپاره اولنی عدالت په شبقدر کې جوړ شو.

د مومندو په مرکز، غلنۍ کې عدالتونه شته خو ودانۍ نه لري. د دې عدالتونو لپاره د کمشنرۍ انتظامیې د دفتر ځینې برخې خالي شوي دي.

رخسانه مومند وايي په داسې يو ځای کې کار اسانه نه دی خو دا غواړي چې د خپل کار له لارې خلکو سره مرسته وکړي. ((زما د قانون د زده کړو کلاس فیلوز یا ملګرې جینکۍ وکیلانې دلته راتګ ته غاړه نه ږدي. دوی ما ته هم وایی چی مومندو ته ولې لاړې. خو زه وايم چې خلک کار ته ضرورت لري. پکار ده چی دلته د ښځو د مقدمو لپاره ښځينه قاضۍ يا ججه هم راشي چې د ښځو اړوند مقدمو اوریدنه وکړي.))

په مومندو کی تر دې دمه څلور سیشن او له دې زیات سيول عدالتونه جوړ شوي دي. د دې تر څنګ پکې د ماشومانو د مقدمو اوریدلو لپاره ځانګړی عدالت هم شته خو ډير وخت پکې د خلکو خپلمنځيو لانجو یا د پولیسو لخوا په جرمونو کی ککړو کسانو د مقدمو اوریدنې کیږي.

XS
SM
MD
LG