د لاسرسي ځای

تازه خبر

په مومندو کې د ماشومانو لپاره ځانګړی عدالت جوړېږي


د پيښور هايي‌کورټ وداني

پيښور هايي کورټ د مومندو ضلعې په غلنۍ کې د ماشومانو د مقدمو اورېدو لپاره د ځانګړي عدالت جوړولو پرېکړه کړې ده.

په پيښور کې وکیل سعید عثمان وايي‌ په غلنۍ کې به دا ځانګړی عدالت د لوی اختر وروسته جوړیږي او دا به په قبایلي ضلعو کې د ماشومانو د مقدمو لومړنۍ عدالت وي. هغه د جولايي پر ۲۹مه مشال رېډیو سره په خبرو کې زیاته کړه: ((په دې عدالتونو کې دوه قسمه مقدمې کیږي. په یو کې چې ماشوم متاثره وي او بل هغه جرمونه چې ملزم پکې ماشوم وي.))

له دې وړاندې د ماشومانو مقدمې اورېدو لپاره په پيښور، مردان او ایبټ اباد کې هم ځانګړي عدالتونه جوړ شوي دي. سعیدعثمان وايي په دې ښارونو کې یادو عدالتونو ته له ماشومانو سره د جنسي تیریو زیاتې قضیې يا کیسونه راوړل شوي دي. ((د تېر کال دیسمبر څخه د روان کال تر جون میاشتې پورې پيښور عدالت ته ۴۵، مردان هغه ته ۵۱ او ایبټ اباد عدالت ته د ماشومانو ۶۰ مقدمې وړل شوي دي.))

د ځانګړو عدالتونو د ماشومانو د خقونو خوندي کولو يوه برخه ده.‌ دوی د غټانو په عدالتونو کې ويريږي نو دا ډېر ښه کار دی چې خپل هغه ولري.
ويلري خان

د بشري حقونو بېلابېلو ادارو له خوا خپاره شوي معلومات ښيي چې دا مهالپه خیبر پښتونخوا کې له ۳۵۰ څخه تر ۴۰۰ پوري ماشومان قید دي.

په پاکستان کې د ماشومانو حقونو لپاره د کارکونکې ادارې ګروپ ډیولپمنټ مشره ویلري خان وايي چې د خیبرپښتونخوا په نورو عدالتونو د مقدمو بوج زیات وي او اکثره د ماشومانو سره تړلې مقدمې د ځنډ ښکار شي نو په داسې کې د ماشومانو لپاره د عدالتونو جوړول یوه ښه اقدام دی.

هغې د جولايي‌په ۲۹مه مشال راډيو ته وويل:‌ ((د ماشومانو لپاره د ځانګړو عدالتونو جوړېدل ځکه ښه خبره ده چې د دې وداني او دننه د عدالت کمرې داسې وي‌لکه د سکول. ماشومان په دې نورو عدالتونو کې ويريږي خو په ځانګړو کې نه.))

په خیبرپښتونخوا کې ماشومانو ته د انصاف ورکولو د ۲۰۱۸م کال او د ماشومانو خوندیتوب لپاره د ۲۰۱۰م کال د قوانینوترمخه باید په هره ضلعه کې د دوی لپاره عدالتونه جوړ شي.

XS
SM
MD
LG