د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایا پېښور چټک بس پروژې د خلکو ستونزې حل کړې؟


د پېښور چټک بس پروژې يو بس

د خېبرپښتونخوا چارواکي وايي په تېرو دوو کلونو کې یې د پېښور ښار د ټرانسپورټ سيسټم د سمولو لپاره ډير کار کړی چې اوس یې خلک ښه اغېز ويني.

دا ادعا د ټرانسپورټ وزیر شاه محمد وزیر د فرورۍ په نهمه په پېښور کې په يوه خبري غونډه کې وکړه. هغه د خپل وزارت د تېرو دوو کلونو د کارکردګۍ شريکولو په مهال خبریالانو ته وويل چې په پېښور ښار کې د ګاډو د ګڼې ګوڼې د ستونزې ختمولو لپاره د دوی تر ټولو لويه پروژه د چټک بس یا بي آر ټي ده چې د ټرانسپورټ مشکلات یې تر ډېره حل کړې دي.

هغه زیاته کړه: " د پېښور د ټریفیک صورتحال ډېر خراب وو. موږ چې کله بې آر ټي شروع کړ نو په موږ باندې ډېرې نېوکې کیدلې خو دا د صوبې ترټولو لویه پروژه وه. موږ هڅه کوو چې ولس ته د ټرانسپورټ نورې اسانۍ هم راجوړې کړو. دا مهال په بي آر ټي کي ۱۲۸ بسونه چلیږي. ۳۳ نور پکې شاملوو."

پر پېښور چټک بس پروژه کار په ۲۰۱۷ز کال کې پېل شوی وو خو تر اوږده ځنډ او تر بېل شوي بجټ څخه زیاتو روپيوو تر لګېدو وروسته، د ۲۰۲۰ز کال په اګست کې پېل شوه.

خو لا هم د پېښور اوسېدونکي له ګڼې ګوڼې شکايت لري. دلته ځينو کسانو مشال راډيو ته وويل چې د چټک بس پروژې له وجې نور سړکونه واړه پاتې شوي دي چې هغو خلکو ته یې ګڼې ستونزې جوړې کړې څوک چې په دې بسونو کې سفر نه کوي.

ځينو کسانو بيا د چټک بس پروژې د کمو بسونو او ډېرو سورليوو شکايت کړی دی. خو د ټرانسپورټ وزیر ملک شاه محمد وزیر وايي دوی له چين څخه نور بسونه اخیستې او دا ستونزه به حل شي.

د پېښور چټک بس سروس په څه حال دی؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:06:24 0:00

XS
SM
MD
LG