د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل کې چاودنې د پنځمې امنیتي حوزې امر په ګډون درې تنه وژلي


کابل کې پر لنډکروزر موټر د نن سهار چاودنه
کابل کې پر لنډکروزر موټر د نن سهار چاودنه

د فرورۍ د لسمې په سهار، په کابل کې درې چاودنې شوې دي.

په کابل کې یوې امنیتي سرچینې ازادي راډیو ته تاییده کړې چې په پوه چاودنه کې د ښار د پنځمې امنیتي حوزې امر محمدزی کوچی له دوو ساتونکو سره وژل شوی.

که څه هم د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز رسنیو ته په استولي پیغام کې ویلي چې نن سهار په کابل کې درې چاودنې شوي چې دوه تنه په‌کې وژل شوي او پنځه نور یې ټپيان کړي دي خو د قربانيانو د پېژندګلوۍ په اړه یې څه نه دې ويلي.

کابل کې د چاودنې ځای
کابل کې د چاودنې ځای

د نوموړي په خبره لومړۍ چاودنه نن(د فرورۍ پر ۱۰مه) سهار ۸:۱۵ د پغمان ولسوالۍ د عبدالعلي کلا په سیمه کې په یو رنجر موټر شوې چې زیان نه ‌لري. دوهمه چاودنه ۸:۳۸ بجو د کابل ښار په قوای مرکز سیمه کې په یو فورنر موټر شوې چې څلور تنه پکې ټپيان شوي دي. د هغه په وېنا درېیمه چاودنه په ۸:۵۵ بجو د بره‌کي څلورلاري ته نېږدې په یو لنډکروز موټر شوې چې دوه تنه په‌ کې وژل شوي او یو کس‌ یې ټپي کړی.

د فرورۍ پر نهمه د کابل په باغ داوود سیمه کې په یوه وسله ‌وال برید کې میدان وردګ ولایت کې د کلیو پراختیا وزارت درې تنه کارکوونکي وژل شوي وو.

تر اوسه د دغو بریدونو مسولیت چا نه ‌دی منلی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG