د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کې۲ سرکوونکي د سکردو سدپاره او دوه بهرني غرختونکي لاهم ورک دي


د کې۲ غره څوکه
د کې۲ غره څوکه

د ګلګت بلتستان د سکردو اوسېدونکی محمد علي سدپاره او د هغه دوه نور بهر ملکي ملګري د کې۲ غره څوکې ته د ختلو پر مهال لادرکه شوي دي.

د محمد علي سدپاره زوی ساجد سدپاره د فبرورۍ پر اتمه مشال رېډیو ته وویل چې دې هم له خپل پلار سره کې۲ غره ته په ختو کې ملګری وو خو شاوخوا اته زره میټره بره ختلو وروسته د اکسیجن د کمي له وجې راکوز شو.

''موږ د فبرورۍ پر درېیمه د کې۲ څوکې ته د ختلو لپاره روان شوي ول. زه هم له پلار سره په دې سفر کې وومه. زه چې اته زره او دوه سوه میټره بره ولاړمه نو ما ته د اکسیجن کمی راغلی، پر مغزو او صحت مې بد چل شورو شو نو اندازه راته وشوه چې نور تلل به خطرناکه وي. ما سره په کیټ کې اکسیجن وو خو د اکسیجن په ډبي کې څه مسله راغلې وه نو هغه ترې وتلي وو. زما پلار د کې۲ سره ته ختل غوښتل او زه یې هم له ستنېدو منع کولم. د فبرورۍ له پنځمې راهیسې هغه او ملګري یې لادرکه دي. پوځ یې د لټولو په هڅه کې دی خو لا څه خبر یې نه شته.''

محمد علي سدپاره سره د کې۲ سره ته په ختلو کې د ایس لینډ جان سینوري او د چیلي جې پي مهر هم شامل وو.

۴۴ کلن سدپاره له تېرو شاوخوا ۲۰ کلونو راهیسي لویو غرونو ته د ختلو شوق لري. ساجد سدپاره زیاتوي چې محمد علي سدپاره د پاکستان د پنځو او د نیپال دریو سترو غرونو ته ختلی دی او دغسې په ۲۰۱۶م کال کې په یخنۍ کې په لومړي ځل د ننګا پربت غره سر ته د ختلو نړیوال ریکارډ هم جوړ کړی دی.

د لوبو او غرونو ته د ختلو لپاره د حکومتي ادارې پاکستان الپاین سپورټس کلب سیکټري قرار حیدر مشال رېډیو ته وویل چې محمد علي سدپاره او د هغه ملګرو ته یې د حفاظتي کیټونو ترڅنګ نور ضروري سامانونه ورکړي وو خو د خراب موسم له وجې ورسره وروسته رابطه ونشوه.

دا چې په پاکستان کې د کې ټو په ګډون لویو غرونو ته د ختلو لپاره د اجازت نامې ترلاسه کولو یا د حکومت له اړخه کوم حفاظتي اقدامات کېږي، قرار حیدري یې په اړه وايي چې دې لړ کې پاکستانیان یوازې د ضلعې انتظامیې نه اجازه ترلاسه کوي خو بهرنیان بیا له حکومتي ادارو څخه باقاعده د اجازت نامې او سهولتونو اخیستو وروسته غرونو ته ختلی شي.

''سدپاره دې سره چې کومې بیټریانې وې هغه خرابې شوي دي او جي پي ایس هم ورسره کار پرېښودې دی خو ځکه د لټون په عملیاتو کې ډیره ګرانه ده. بهر ملکیان چې کې ټو یا نورو غرونو ته ختل غواړي نو لومړې له موږه یا نورو حکومتي ادارو اجازت نامه اخلي. کې ټو ته د ختلو لپاره موږ دوی ته د ۶۰ یا اویا ورځو لپاره اجازت نامه ورکوو ځکه دومره ورځې په سفر لګي. نو موږ دوی له ځان سره رجسټرډ کړو. بیا ورته جي پي ایس، بیرغ او دغسې نور ضروري سامان ورکړو. پاکستانیان یوازې د ضلعې انتظامیې نه اجازه اخلي هغوی په خپله خوښه ځي او راځي. غر ته د ختلو شوق په مالي توګه هم ډیر ګران وي نو د دې لپاره تربیت او پیسه ډیره ضروري ده.''

قرار حیدري زیاتوي چې دوی او دغسې نورې حکومتي له خپلې اندې هڅه کوي چې د غرختونکو حفاظت یقیني کړي خو باید دې لړ کې پاکستاني غرختونکي له دوی سره ځانونه رجسټرډ کړي. د لوبو د چارو پوهه ایاز رضا مشال رېډيو ته وویل چې په پاکستان او په خاصه توګه په خیبرپښتونخوا کې ګڼ کسان لویو غرونو ته ختلو شوق لري خو دې لړ کې د روزنې ترلاسه کولو لپاره د مرکزونو د نیشتوالې له وجې اکثره خلک له مشکلاتو او حادثو ښکار شي.

د روان کال په جنورۍ کې د نیپال یوې ډلې په یخنۍ د کې۲ څوکې ته د ختلو ریکارډ جوړ کړ.

XS
SM
MD
LG