د لاسرسي ځای

تازه خبر

اټالوی غرختونکی د ګلګت لیلا غره کې مړ شوی


د پاکستان په شمالي سیمې ګلګت بلتستان کې د تېر اتوار په ورځ د اټلي یو اوویشت کلن غرختونکی پر غره د سکیینګ (پر واره چکر وهلو لوبه) مهال مړ شوی دی.

اټالوی لیونارډو کوميلي له خپلو نورو څلورو ملګرو سره په ګلګت بلتستان کې پر لیلا نومي واورین غره له ختو پس د سکیینګ کولو مهال مړ شوی دی خو د هغه نور ملګري محفوظه دي.

د غرختونکو هلو ځلو لپاره کارکونکی الپاین کلب وایي چې غرختونکي لیلا غر سر کړي خو چرې هم هلته پر واورو چکرې لګولو کې بریالي شوي نه دي.

دا غر شپږ زره شپږ نوي ميټره اوچت دی چې شل زره فټه جوړېږي.

د الپاین کلب سیکرټري ابو ظفر مشال راډیو ته وویل چې د اټلي د غرختونکو دا ډله دوه اوونې وړاندې پاکستان ته ورغلې وه.

د ده په وینا چې د لیونارډو کوميلي مړی به په دوه ورځو کې له غره څخه له راکته کېدو پس د اټالیې سفارتخانې ته وسپارل شي.

دابو ظفر په وینا چې د هغه مړي راکوزلو لپاره یې د یو ماهر غرختونکي مرسته ترلاسه کړې ده.

نوموړی زیاتوي چې لیونارډو کومیلي د سیکینګ په مرسته کوزېدل غوښت خو خپل توازن یې برقرار و نه ساتلو او له لوېدو سره سم مړ شو. دغه غر د سکي لپاره خطرناک ګڼل کېږي اوغرختونکي یې د ځان لپاره یو چېلنج ګڼي خو تر اوسه بریالي شوي نه دي.

د غرختونکي لیونارډو کومیلي په اړه ویل کېږي چې له شپاړلس کلنۍ راهیسې یې غرونه سر کول پیل کړي.

XS
SM
MD
LG