د لاسرسي ځای

تازه خبر

امريکا د چين حراستي مرکزونو کې د يوغوریانو په ځورونه خپګان ښودلی


د فېبرورۍ پر درېيمه په يو خبري راپور کې له شينجيانګه د تښتېدلو ځينو ښځو له خولې وويل شول چې په دغو مرکزونو کې شکنجې، وهل ټکول او جنسي تېري کېږي. ارشیف-انځور
د فېبرورۍ پر درېيمه په يو خبري راپور کې له شينجيانګه د تښتېدلو ځينو ښځو له خولې وويل شول چې په دغو مرکزونو کې شکنجې، وهل ټکول او جنسي تېري کېږي. ارشیف-انځور

امريکا د چين د شينجيانګ په حراستي مرکزونو کې پر يوغور او نورو مسلمانانو ښځو باندې په منظم جنسي تېري او ځورونو ژور خپګان ښودلی دی.

د امريکا بهرنيو چارو وزارت وياند، د فېبرورۍ پر درېيمه ازادې اروپا راډیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ويلي چې دا ظلمونه ډېر ټکان ورکوونکي دي او بايد جدي پايلې ولري.

دا بيان تر هغه وروسته ورکړل شوی چې د فېبرورۍ پر درېيمه په يو خبري راپور کې له شينجيانګه د تښتېدلو ځينو ښځو له خولې وويل شول چې په دغو مرکزونو کې شکنجې، وهل ټکول او جنسي تېري کېږي.

د بي بي سي په دې راپور کې د هغو ښځو له خوا لومړي لاس معلومات ورکړل شوي چې په دې مرکزونو کې ساتل کېدلې.

د امريکا بهرنيوو چارو وزارت خپل هغه تور تکرار کړی چې وايي، چين په شینجيانګ کې د انسانيت پر وړاندې جرمونه او نسل وژنه کوي.

دوی همداراز پر چينايي مشرانو غږ کړی چې دا کمپونه دې ختم کړي او ټول په غیرقانوني توګه نيول شوي بنديان دې خوشي کړي.

د چين بهرنيو چارو وزارت يوه وياند ويلي، د بي بي سي په راپور کې حقیقت نه شته.

هغه زیاته کړي له داسې خلکو سره مرکې شوي، چې ډېر ځلې ثابته شوي هغوی اداکاران دي او غلط معلومات خپروي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG