د لاسرسي ځای

تازه خبر

'پاکستان کې هرکال د سينې له سرطانه ۴۰ زره ښځې مري'


د سینې سرطان تشخیص لپاره الټراساونډ ټېسټ- ارشیف انځور
د سینې سرطان تشخیص لپاره الټراساونډ ټېسټ- ارشیف انځور

په اسلام اباد کې په يو ويډيويي غونډه کې ويناوالو ويلي چې په دې هېواد کې هرکال ۹۰ زره ښځې د سينې په سرطان اخته کېږي چې پکې ۴۰ زره ورڅخه مري.

د نړيوال سازمان کميشن ان ساينس اېنډ ټېکنالوجي فار سسټېن اېبل ډيولپمينټ ان سوته (کومسېټس) له خوا جوړ شوي دې سيمينار ته روغتيا پوهانو وويل چې د پاکستان په هر ۱۰ ښځو کې يوې ته په خپل ژوند کې د سينې سرطان کېدای شي.

د نومبر ۳۰مې دې غونډه کې پخوانۍ سفيرې او د کومسېټس سلاکارې فوزيه نصرين، د روغتيا نړيوال سازمان (ډبليو اېچ او) سلاکارې ثمینه نعيم او د پاکستان انسټيټيوټ اف ميډيکل ساينسز (پمز) ډاکټر فرحين رضا د سينې سرطان پر مختلفو اړخونو رڼا واچوله.

په کوټه کې د ښځو سینې سرطان پر موضوع غونډه شوې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:31 0:00

دوی پاکستان د اسيا هغه هېواد وبللی چې پکې په ښځو کې د سينې سرطان تر ټړلو زيات دی خو د خيبر پښتونخوا ډاکټران وايي چې په دې صوبه کې د سينې سرطان د هېواد د نورو برخو په مقابله کې ډېر دی.

د خيبر پښتونخوا پبلک هېلت اېسوسيیېشن مشرې ډاکټر صايمه عابد د ډېسېمبر پر لومړۍ نېټه مشال راډیو ته وويل چې په دې صوبه کې هرکال تر ۱۵ زره زياتې ښځې د سينې په سرطان اخته کېږي.

خو د دې په خبره، ښځې د سرطان لرلو په علاماتو نه پوهېږي او نه هم په دې اړه د ضلعو په کچه سرکاري روغتونو کې د سرطان معلوملو مشينان شته. د دې په خبره په ټوله صوبه کې شاوخوا پنځه مشینان شته خو په عمومي توګه باید د ۱۵ زره ابادۍ پر سر يو مشين وايه.

د روغتيا نړيوال سازمان سږکال اکتوبر د سينې سرطان د مياشتې په توګه لمانځلی وو چې مقصد يې په دې اړه په خلکو کې پوهاوی پیدا کول وو. ډبليو اېچ او وايی، په نړی کې هرکال تر ۱۸ لکه زیاتې ښځې د سينې په سرطان اخته کېږي.

د پاکستان د نورو صوبو په څير په خيبرپښتونخوا کې وخت نه وخته دغسې کمپاين چلېږي خو د ډاکټر صایمه په وينا، دوی بلاخبره دې نتيجې ته ورسېدل چې بايد د پوهاوي پر ځای په دې اړه په حکومتي کچه تګلاره جوړه شي.

هم د دې هلو ځلو په رڼا کې سږکال د جولايي پر ۱وومه نېټه د صوبايي اسمبلۍ غړې عايشه بانو په صوبايي اسمبلۍ کې يو قراداد وړاندې کړ چې په متفقه توګه منظور شو.

عايشه بانو د ډېسېمپر پر لومړۍ نېټه مشال راډيو ته وويل چې د قرارداد ترمنظورېدو وروسته د جولايي پر ۱۸مه نيټه د صحت وزير د سينې سرطان په اړه د تګلارې جوړولو لپاره په نوټيفيکشن جاري کولو سره دوې کمېټيانې جوړې کړې.

د دې په خبره دا په پاکستان کې لومړۍ ځل دی چې د سينې سرطان کنټرول پروګرام جوړېږي. په دې کې يوه تخنيکي او بله سټېرنګ کمېټۍ ده.

د عايشه بانو په وينا، تخنيکي کميټۍ چې پکې ډاکټران دي په دې اړه به حکومت ته وړاندېزونه ورکوي او سټېرينګ کمېټۍ به بيا د دې وړاندېزونو پر عملي کولو کار کوي.

خو د دې په خبره، د کورونا وايرس خپرېدو له کبله د کمېټيانو غونډې له ځنډ سره مخامخ دي البته ډېر ژر به پردې کار وشي.

ډاکټر صايمه عابد وايي چې د سينې سرطان د مخنيوي او موثره علاج هغه وخت ممکن دی چې که ښځې هره ورځ د خپلې سينې او بغلونو په لاس وګوري او که چېرته يې غوټه محسوسه کړه نو سمدستي دې ډاکټر ته ځي.

ډاکټر صايمه عابد زياتوي چې د سينې سرطان په علاج کې يو لوی خنډ په پښتني کلتور کې د شرم او حيا تصور هم دی.

د دې په وينا، ډېری ښځې له دې شرمه نه خپلځان ډاکټر ته ښکاره کوي او نه هم بيا له شرمه خپلې کورنۍ ته حال ورکوي. دا ښځي او سړي هڅوي چې بايد په ناروغۍ کې شرم ونکړي.

XS
SM
MD
LG