د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اکتوبر میاشت په نړیواله کچه د سینې سرطان پوهاوي لپاره ځانګړې شوې


ډاکټران وايي، د سینې سرطالن هغه یوازینۍ سرطان دې چې پوره علاج یې شته نو پکار ده چې خبره پټه پاتې نه کړل شي‌ او علاج یې وشي.
ډاکټران وايي، د سینې سرطالن هغه یوازینۍ سرطان دې چې پوره علاج یې شته نو پکار ده چې خبره پټه پاتې نه کړل شي‌ او علاج یې وشي.

د روغتیا نړیوال سازمان "ډبلیو اېچ او" وايي,‌د دې میاشتې لمانځلو سره د ناروغۍ‌ خوا ته پاملرنه یې په ‌مخنیوي او درملنه کې مرسته کوي.

‌د ادارې له شمېرو سره سم په نړۍ کې هر کال د سینې سرطان ۱.۸۳ میلیونه کېسونه ریکارډېږي.

پاکستان هم یو له هغو هیوادونو دې چې په ښځو کې دغه ناروغي مخ په زیاتېدو ده.

د خیبر پښتونخوا د ولسي ‌روغتیا ایسوسي ایشن مشره ډاکټره صایمه عابد وايي، په پاکستان او په تېره په خیبر پښتونخوا کې په زیات شمېر ښځو کې د ناروغۍ تصدیق را روان دی.

نوموړې زیاتوي: "‌ په اسیا کې پاکستان د سینې سرطان په حواله سره په سر کې راروان دی.‌ وجه یې دا ده چې موږ په دې خبره نه کوو. په خیبر پښتونخوا کې ډېر زیات کېسونه دي چې هر کال ۱۵ زره نوې کېسونه را روان دي.‌ د خپګان خبره دا ده چې له موږ سره د دغه کینسر رجسټري نه شته نو دا شمېر تشه یوه اندازه ده.‌ په پاکستان کې هر کال شاوخوا ۴۰ زره ښځې د ناروغۍ له کبله مري‌ چې پکې ۲۰۰۰۰ ته دا مالومه هم نه وي چې د سینې سرطان لري."

د پاکستان یوه مشهور لیکواله اسمه نبیل چې د سینې له سرطانه روغه شوې ده، د اکتوبر پر اتمه یې مشال راډیو ته وویل ‌ د سینې کینسر هغه یوازینۍ سرطان دې چې پوره علاج یې شته نو پکار ده چې خبره پټه پاتې نه کړل شي‌ او علاج یې وشي.

اسمه نبیل زیاتوي: "اووه کاله مخکې زما علاج شو و. هغه وخت زما کیمو تهراپيانې هم وشوې او اپریشنې مې هم وشوې.‌ که ما غوښتل نو زه ویریدای هم شومه خو ظاهره خبره ده چې د ډار له لاسه خو څوک نه شي کیناستلای.‌خپل خیال خو ضروري دی.‌ نو ټولو کې ضروري خبره چې زه یې کول غواړم دا ده چې د ویری له کبله خبره پټه ما ساتئ. ‌ځکه چې ډېرۍ‌ ښځې خبره پټه وساتي نو یوه وړه مسله ډېره لوی شي.‌ د ناروغۍ سټیج یا پړاو زیات شي او علاج هم مشکل شي.‌ په ویلو سره یې علاج هم ممکن دی او ستاسو ژوند هم بچ کېدای شي."

په بیمارۍ کې باید د ښځینه یا نارینه ډاکټر توپیر ونشي: شهناز
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:05 0:00

د ډاکټر صایمه عابد په خبره دا ناروغي یوازې تر ښځو محدوده نه ده بلکې د یو نه تر درې فیصده سړو کې هم د سینې د سرطان تشخیص کېږي.

‌ د پېښور یو اوسېدونکی د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډیو ته وویل مور یې هم له سرطانه وفات شوې وه او چې کله له خپلې بیمارۍ خبر شو نو هوډ یې وکړ چې مقابله به ورسره کوي.

نوموړي وايي: " زما د سینې تکلیف و او معمولي بلغم به مې راتلل. زما دغه مسله ورو ورو په زیاتېدو شوه او په سینه کې راته درد محسوسېدل شروع شول.‌ په پېښور کې یو ډېر مشهور ډاکټر دی، ‌هغه راته وویل چې ته د شوکت خانم نه دغه ټیسټ وکړه.‌ هلته له ټیسټونو مالومه شوه چې په ما کې د ناروغۍ علامات موجود وو. خو ډاکټرانو راته وویل چې دغه بیماري په ابتدايي‌ مرحله کې دې نو ډېر امکان شته چې دغه ناروغي کنټرول شي‌. هغه وخت راته داسې محسوسه شوه چې ما سره په میلیونو میلیونو کې هېڅ څوک نه شته، زه یوازې یم، نه مې په سر سورې شته او نه د خپو لاندې مځکه. یوازې یو څیز راته ښکاره کېدو، هغه و مرګ. خو بیا مې سوچ وکړ چې مرم خو به هڅې هم. ولې نه چې تر اخره پورې د دې مقابله وکړم.‌ د هغې وروسته یوه جذبه شروع شوه، ‌ما علاج پیل کړ. تر اوسه زما علاج روان دې او کیمو تهراپي مې هم شوې ده. دا اوسنی ژوند زه د خدای له طرفه یو انعام ګڼړم او قدر یې کوم."

په کوټه کې د ښځو سینې سرطان پر موضوع غونډه شوې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:31 0:00

د ډاکټر صایمه عابد په خبره وخت راغلی چې په دې ناروغۍ په کولاوه خبرې وشي‌ څو په وخت د ناروغۍ مخنیوی او یا یې علاج وشي.

‌ هغه د ناروغۍ د علاماتو او علاج په اړه وايي‌: "پکار ده چې لوموړی خپل ځان وګورو. که داسې څه غوټه وي،‌ پړڅوپ وي یا دانه وي،‌ په ترخونو کې،‌ یا په دې ځای کې ورته څه غیرعادي ښکاره شي‌، که د سینې نه نو وینه راوتل شروع شي‌ نو دا ټول علامات دي‌، یا په پوست کې څه بدلون راشي او یا په سینه کې څه بدلون راشي نو هرې ښځې ته پکار دي چې خپل چیک اپ وکړي.‌ بهترینه خبره دا ده چې ډاکټر ته دې ورشي، هلته یو خاص قسم میموګرافي ایکس رې کېږي چې وړه نه وړه دانه هم مالوموي.‌ په څلورم سټیج کې د دې سرطان علاج نه کېږي خو په اولني‌او دویم پړاو کې د دې علاج ممکن دی."

‌ روغتیايي ماهرین وايي، د سینې سرطان مشخصه وجه مالومه نه ده خو دا په هغو ښځو کې زیات وي چې عمر یې د ۴۰ کالو زیات وي ‌یا یې په کورنۍ کې چا دا بیماري تېره کړې وي.

‌د دې سربیره موټاپه یا لویوالی او د هارمون زیات استعمال یې هم وجه کېدای شي.

په پېښور کې د "حوا لور" په نوم د ښځو حقونو او خیر خیګړی لپاره د یو تنظیم چلونکی خورشید بانو وایي، مدني‌ ټولنه او حکومت باید د ناروغي په اړه په اګاهي پیدا کولو او مخنیوي کې یې خپل رول ولوبوي.

نوموړې وايي:" موږ خو پوره اکتوبر یو کمپاین کوو د بریسټ کینسر پوهاوي لپاره‌. ‌زما په خیال په دې اړه پوهاوي ډېر ضروري‌ دی‌. زموږ په کلتور کې خلک دا ښه نه ګڼي‌ چې د سینې په سرطان خبرې وکړي.‌ دا یوازې یوه میاشت نه ده چې پکې د مفت علاج او میموګرافي سهولت ورکړل شي‌ بلکې حکومت ته پکار ده چې پوره کال دې د ناروغۍ د علاج مرکزونو کې د دې د مفت علاج سهولت موجود وي."

ډاکټران وايي،‌ ټولو انجونو او ښځو ته وايي‌ چې په میاشت کې یو ځل یانې‌ د میاشتنی ناجوړۍ په دریمه ورځ دې د خپل ځان معاینه کوي‌ او که څه مسله وي نو حتما دی ډاکټر ته ورشي څو په وخت یې علاج وشي.‌

XS
SM
MD
LG