د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر تورخم راسره امنیتي چارواکي بد چلند کوي: کسټم اجنټان او سوداګر


پر تورخم بندر هره ورځ په مالونو بار لسګونه ګاډي افغانستان او پاکستان ته اوړي
پر تورخم بندر هره ورځ په مالونو بار لسګونه ګاډي افغانستان او پاکستان ته اوړي

په تورخم کې د کسټم کلیرنګ ایجنټس اسوسيیېشن غړي او سوداګر وایي چې له پاکستانه و افغانستان ته د مختلفو مالونو اړولو پر مهال بې ځایه ځورول کېږي.

دوی ادعا کوي چې له کسټم (محصول چونګۍ) علاوه یې امنیتي ادارې د مالونو ډک ګاډي را-ایساروي او ناقانونه تلاشۍ یې کوي.

د برامدېدونکو (ایکسپورټ) مالونو لپاره سکېنر لګول او په ګاډو کې موجود مال سل فیصده تالاشي د کسټم په قوانینو کې نشته او د دې له وجې هلته خنډونه جوړېږي او بیا ورسره د پاکستان او افغانستان پر دوه اړخیزه سوداګرۍ هم بد اغېز کېږي.

په تورخم کې د کسټم کلیرنګ یو ایجنټ او سوداګر مجیب شینواري مشال ريډیو ته وایي، پر بندرونو باندې د مالونو کلیرنګ پر وخت پکار ده، د قوانینو مطابق د کلیرینګ ایجنټانو او ایف بي آر یا کسټم ترمنځ دا هر څه وشي او امنیتي ځواکونه پکې مداخلت و نه کړي، سکېنر په ایکسپورټ پالیسۍ کې نشته او که لګوي یې نو بیا پکار ده چې له دې نه وړاندې د مالونو سل فیصده تالاشي نه اخلي، یو شرط دې کښېږدي، ځکه په دې ډېر وخت لګېږي او د کلیرنګ عمل ورسره پېچلی او سست شي، دا بهیر پیاوړې برېښنا (بجلۍ) او تیز انټرنیټ غواړي او دا یو سهولت هم هلته نشته، بجلي د ډېر کم وخت لپاره وي او انټر نیټ هم ډېر کمزوی وي.

د کسټم کلیرنګ یو بل ایجنټ واحد شینواری وایي، د سختو پالیسو له املهاوس پر تورخم د پاکستانيو خوراکي توکیو او نورو سامانو ایکسپورټ کې ډېر کمی راغلی دی، لکه سل یو نیم سل ګاډو به جوسونه، اوبه، شوده، شربتونه (سوفټ ډرنک)، بسکټ، دوایانې ، مرغۍ دانه، اوړه، غوړي، بوره، سینګار توکي (کاسمیټکس)، سټیل ګاډر، پاکستانۍ رخت به وړل کېده خو اوس دا په میاشت کې یو ګاډۍ هم نه ځي بس اوس یوازې سېمټ، سبزي او مېوه ځي نو برامدات ختم شوي دي.

یو فعال علي رحمان شلمانۍ وایي، امنیتي ځواکونه له سوداګرو او مزدوارنو سره ښه چلند او خوی نه کوي، مزدوران وهل ټکول کېږي، انساني حقونه پکې تر پښو لاندې کېږي، بې وسه خلک دي دخپل رزق پیدا کیدو لپاره ځي خو دوی څوک روزګار ته نه پرېږدي.

په تورخم کې ګمارلي امنیتي ځواکونه هلته له خلکو سره د سختې رویې او د مزدوارنو له وهلو ټکولو انکار کوي. د دوی په وینا د پولې سمبالولو تر پالیسۍ لاندې خپله دنده ترسره کوي.

کسټم کلیرنګ ایجنټان او سوداګر وایي، څه موده مخکې به په تورخم باندې د ورځې څه باندې اته سوه ګاډي افغانستان ته اوړېدل خو اوس یوازې د ورځې یو نیم سل ګاډي پرې افغانستان ته اوړي.

XS
SM
MD
LG